په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازوالي یا یوناما وايي، د کابل ولایت په سروبي ولسوالۍ کې د یادې ادارې د محافظت پر افغان ساتونکو برید شوی دی.
د ملګرو ملتونو سیاسي استازوالۍ تیره شپه فبروري ۱۱ ( سلواغې ۲۳) پر خپل فېسبوک پاڼه لیکلي چې د دوی پر افغان همکارانو دغه وسله وال برید تیره ورځ شوی دی.
یوناما ویلي: "په افغانستان کې د ملګرو ملتونو کورنۍ دکابل په سروبي ولسوالۍ کې ددغې ادارې د محافظت د افغان ساتونکو د خدماتي ادارې دپنځو کسانو په مړه کيدو غمجنه ده. دملګرو ملتونو کارکونکي او موټر ته په هغه بريد کې هيڅ زيان ندی اوښتی چې د ملګرو ملتونو د کاروان د ساتنې د خدماتو د ادارې يو موټر پکې نن ولګيد."
The UN family in #Afghanistan mourns the loss of five Afghan Directorate of Protection Service personnel in an incident today in Surobi District of Kabul. No UN personnel were hurt or vehicle effected in an attack which hit a DPS vehicle that was escorting a UN convoy.
— UNAMA News (@UNAMAnews) February 11, 2021
یوناما نه دي ویلي چې دغه برید د سروبي ولسوالۍ په کومه سیمه کې د هغوی د موټرو په کاروان شوی دی.
تر دا مهاله افغان امنیتي چارواکو او د کابل په سروبي ولسوالۍ کې د ملګرو ملتونو پر افغان ساتونکو د برید په اړه څه نه دي ویلی.
تر اوسه د دغه برید مسؤلیت کومې وسله وال ډلې هم په غاړه نه دی اخیستی.
دا په داسې حال کې ده چې روانه اونۍ په هرات ولایت کې هم د افغانستان د عامه ساتنې ملي تصدۍ څلور سرتیري د سړک غاړې ماین چاودنه کې ووژل شول.