خوست کې د "طالبانو د توغندیو برید" کې پنځه ماشومان وژل شوي

تراوسه طالبانو د دغه برید په اړه څه نه دي ویلي

په خوست کې چارواکي‌ وایي وسله والو طالبانو د استوګنې په کورونو توغندي توغولي دي چې له کبله یې پنځه ماشومان وژل شوي‌ دي.

د خوست د والي ویاند طالب منګل د جمعې په ورځ جون ۲۶( چنګاښ۶) د فرانسې خبري اژانس ته وویل چې دا پېښه د خوست د دومنده په ولسوالۍ کې شوې ده.

ښاغلي منګل وویل چې وژل شوي پنځه واړه ماشومان د یوې کورنۍ غړي دي. هغه وايي چې په وژل شویو کې څلور هلکان او یوه نجلۍ شامل دي.

د نوموړي په وینا په برید کې دوې نجونې ژوبلې شوې هم دي.

د خوست د عامې روغتیا رئیس حبیب شاه انصاري وايي‌ چې د وژل شویو ماشومانو عمرونه د اتو او ۱۵ کلونو ترمنځ‌دي.

طالبانو لا په دې اړه څه نه دي ویلي دي.