وردګو کې امریکايي ځواکونو هوايي برید کې طالبان وژلي

طالبانو بیا ویلي چې وژل شوي کسان ماشومان دي.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند سوني لیګت وايي امریکايي ځواکونو تېره شپه د میدان ولایت په نرخ ولسوالۍ پر وسله والو طالبانو هوايي برید کړی دی.

نوموړي نن دوشنبه اکتوبر۲۶ (لړم۵) پر خپل ټویټر لیکلي چې دغه برید د امریکا او طالبانو د دوحې تړون سره سم د افغان ځواکونو د دفاع لپاره شوی او پنځه وسله وال طالبان په کې وژل شوي دي.

وسله والو طالبانو بیا ویلي چې تېره شپه د امریکايي ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د میدان ورګ ولایت د نرخ ولسوالۍ په دراني سیمه کې درې ماشومان وژل شوي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د یاد برید په تر سره کېدو سره امریکايي ځواکونه د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې تړون څخه په سرغړونې تورن کړي دي.

خو په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند سوني لیګت ویلي چې د یاد برید په ترسره کېدو سره د دوحې تړون او ملکیانو د وژل کېدو په اړه ادعاوې ردوي.

په افغانستان کې مېشتو امریکايي ځواکونو تر دې مخکې هم له افغان ځواکونو څخه د دفاع لپاره پر طالبانو هوايي بریدونه تر کړي دي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون د روان کال په فبرورۍ میاشت کې لاسلیک شو چې له مخې پر یو او بل یې د برید نه کولو موافقه هم شوې وه.