د طالبانو د بندیز سره سره افغانې ورزشکارانې بهر کې خپلو هیلو ته د رسېدو هڅې کوي

د افغانستان د ښځو د والیبال ټیم د چین په هانګزو کې

د افغانستان د ښځو د والیبال ټیم چې ټولې لوبغاړې یې د ښځو پر ورزش باندې د طالبانو د بندیزونو وروسته له افغانستان څخه بهر ژوند کوي، وایي د هیواد ښځې هڅوي چې «د دوی هیلې تعقیب کړي».

دوی وايي، لوبغاړې د چین په هانګزو کې پداسې حال کې سیالۍ کوي چې په جلاوطنۍ کې د هیواد د حالاتو او د خپلو کورنیو په اړه اندیښمنې دي.

په ۲۰۲۱ کې په افغانستان کې د بیا واک تر لاسه کولو وروسته طالبانو د ښځو په سپورت بندیز ولګوه.

په اسیایي لوبو کې د طالبانو تر حاکمیت لاندې افغانستان څخه په ورغلي ورزشي پلاوي کې څه دپاسه ۱۲۰ لوبغاړي، مربیان او څارونکي شامل دي چې هېڅ ښځینه ورزشکاره په کې حضور نلري.

خو د بهرنیو ورزشي ادارو په مرسته بهر میشتې افغانې ورزشکارانې توانیدلې چې په دې سیالیو کې ګډون وکړي.

د افغانستان د ښځو د ولیبا د لوبډلې غړې ۲۵ کلنې مرسل خدري نن د یکشنبې په ورځ اکتوبر لومړۍ نیټه ۳-۰ د جاپان په لوبډلې له بایللو وروسته فرانس پرس اژانس ته وویل، «زه فکر کوم چې دا د افغان مېرمنو لپاره یوه لویه هیله ده، چې د خپلو هیلو او ارزګانو څخه یې لاس نه دی اخیستی، دوی باید خپلې هیلې تعقیب کړي.»

د افغانستان د ښځو د والیبال ټیم د لوبې په ډګر کې

د افغانستان د ښځو د والیبال ۱۲ کسیزه لوبډلې تیره ورځ د قزاقستان د غښتلې لوبډلې پر وړاندې د ماتې سره سره خپله روحیه نده بایللې.
مرسل وویل، «د افغان ښځو لپاره دا ډیره ګرانه وه چې په آسیایي لوبو کې ګډون وکړي ځکه چې دا زموږ لپاره یو ستونزمن حالت دی، ټول خلک د افغانستان له وضعیت څخه خبر دي.»

د چین په هانګزو کې د والیبال ځینو افغان لوبغاړو له مرکې کولو ډډه وکړه، ځکه د هغوی د کورنیو غړي لا هم په افغانستان کې ژوند کوي.

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمن کیدو وروسته، په سلګونو افغان ورزشکاران، روزونکي او چارواکي - نارینه او ښځې - د نړۍ د مختلفو هیوادونو د حکومتونو د المپیک د ملي کمیټو لخوا د بشردوستانه ویزو په اساس له هېواد څخه وایستل شول.

د المپیک چارواکو ویلي، که دوی په افغانستان کې پاتې شوي وای، له سترو خطرونو سره به مخ شوي وای.

د اسلام د دین څخه د خپل ځانګړي تعبیر له مخې، طالب چارواکو پر افغان ښځو یو لړ محدودیتونه وضع کړي دي، چې په هغو کې د لوړو زده کړو او ګڼو دولتي دندو څخه د ښځو منع کول هم شامل دي. د افغانستان د ښځو د والیبال لوبډله به د دوشنبې په ورځ خپله وروستۍ لوبه له هانګ کانګ سره وکړي.

سره له دې چې تر دې دمه یې دواړه سیالۍ یې بایللې، خو مرسل وایي چې دا "زموږ د ښځینه ټیم لپاره ښه تجربه وه".

د تیرې جمعې په ورځ افغان ورزشکارې کیمیا یوسفي د چین په هانګزو کې د اسیایي لوبو د ځغاستې په سیالیو کې ګډون وکړ او پدې توګه یې د طالبانو له خوا پر نجونو او ښځو باندې د لګول شویو محدودیتونو پر وړاندې غږ پورته کړ.

آغلې یوسفي، چې تېر کال په خپل وطن کې له ځورونې څخه د خلاصون په مقصد په استرالیا کې مېشته شوې، د ۱۴ ښځینه ورزشکارانو له ډلې څخه ده چې په هانګزو کې د افغانستان په لوبډله کې شاملې دي.

۲۷ کلنې یوسفي چې دوه کاله مخکې یې د توکیو په المپیک کې د افغانستان بیرغ لیږداوه، د چین په هانګزو کې د ښځو د ۱۰۰ مترو ځغاستې په لومړي پړاو کې سیالي وکړه.

هغې، چې په خپل ګروپ کې تر ټولو وروسته د پای لیکې ورسیدله، وویل چې د لوبې یوه لویه معنی "دلته د هغو افغان نجونو استازیتوب کول دي چې د زده کړې او سپورت څخه محرومې شوي دي".

یوسفي چې تور ټیکری او د ځغاستې ګلابي کمیس یې اغوستی وو په ۱۳.۳۲ ثانیو کې ۱۰۰ متره وځغاستله.