د لاس رسي وړ اتصالات

بخښنې نړیوال سازمان طالبانو له بند څخه د ندا پرواني د خوشې کیدو غوښتنه کړې


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د بخښنې نړیوال سازمان په افغانستان کې د بشري حقونو د فعالانو په خپلسر نیولو په دوام اندیښنه ښودلې او په دغه هیواد کې د بشري حقونو د سرغړونکو سره د حساب لپاره یو ځل بیا د حساب ورکونې د یو خپلواکه میکانیزم رامنځ ته کولو غوښتنه کړې ده.

دغه سازمان د سه شنبې د ورځې ناوخته سپټمبر۲۶ (تلې څلورم) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په خپله پاڼه د طالبانو د امنیتي ساتوونکو له خوا د ښځو د حقونو د یوې فعالې ندا پرواني او د هغه میړه او څلورکلن زوی د نیولو یادونه کړې او په عاجل ډول یې د میرمن ندا او د هغې د کورنۍ د غړیو د خوشې کیدو غوښتنه کړې ده.

د بخښنې نړیوال سازمان لیکلي: "په داسې حال کې، چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو په ګډون په پراخه کچه د بشري حقونو څخه سرغړونې روانې دي د بخښنې نړیوال سازمان د هغو کسانو د حساب ورکولو لپاره، چې د بشري حقونو په سرغړونو کې ښکیل دي د حساب ورکوونې د یو خپلواکه نړیوال میکانیزم د رامنځ ته کولو لپاره خپله غوښته یو ځل بیا تکراروي".

د ښځو د حقونو د ملاتړ د ځینو بنسټونو د ادعا له مخې د طالبانو امنیتي ساتوونکو د سپټمبر په ۱۹ (وږي ۲۸) میرمن پرواني، د هغې میړه او یو څلورکلن زوی د کابل ښار په ۱۱ حوزه کې خیرخانې مینې کې نیولي او یو نامعلوم ځای ته یې له ځان سره وړې دي.

د افغانستان د ښځو د اعتراضي خوځښتونو ائتلاف د تیرې دوشنبې په ورځ سپټمبر۲۵ (تلې درییم) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په خپله پاڼه د ښځو د حقونو ددغې فعالې او د هغې د کورنۍ د غړیو په نیولو ژوره اندیښنه څرګنده کړې ده.

دغه ائتلاف په یوه اعلامیه کې په افغانستان کې د معترضو ښځو په نیولو د نړیوالو سازمانو چپ پاتې کیدو باندې انتقاد کړی او د نړیوالو سازمانونو چپ پاتې کیدل یې د " دردونکي چوپتا" په توګه یاد کړي دي.

د افغانستان د ښځو د اعتراضي خوځښتونو ائتلاف په اعلامیه کې د نړیوالو بشري حقونو د سازمانونو څخه غوښتل شوي، چې د ندا پرواني د خوشې کیدلو لپاره هڅې وکړي.

د طالبانو امنیتي ادارو تر اوسه د میرمن پرواني او د هغې د کورنیو د غړیو د نیولو په اړه خپرو شویو رپوټونو ته غبرګون نه دی ښودلی او تر اوسه یې دا خپاره شوي رپوټونه نه تائید کړي او نه هم رد کړي دي.

د طالبانو حکومت په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې د بیا واک ترلاسه کولو وروسته د ښځو د حقونو د ملاتړو په ګډون یو شمیر زیات فعالان نیولي او په زندان کې اچولي دي.

شپږ میاشتې کیږي، چې طالبانو د ښځو د تعلیم ملاتړی او د قلم لار د ټولنې رئیس مطیع الله ویسا نیولی او په بند کې اچولی دی.

د بځښنې نړیوال سازمان د سه شنبې په ورځ سپټمبر۲۶ (تلې څلورم) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي، چې د ښاغلي ویسا جرم د ښځو د حقونو څخه ملاتړ دی.

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي: " نن د طالبانو له خوا په خپلسر د ښوونې د بهیر د فعال مطیع الله ویسا د نیولو څخه شپږ میاشتې پوره شوې هغه ددې لپاره نیول شوی، چې یوازې د نجونو د بندیز سره یې مخالفت کوه".

طالبانو د مطیع الله ویسا سربیره د افغان الاصل فرانسوي خبریال مرتضی بهبودي په ګډون څو نور مدني ټولنې فعالان هم د اوږدو میاشتو راهیسې په بند کې ساتلي دي.

د طالبانو له خوا د مطیع الله ویسا نیول کیدل په نړیواله کچه غندل شوي دي.

ملګرو ملتونو او د بشري حقونو د نړیوالو ادارو ترڅنګ د هالیووډ مشهورې هنرمندې او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د ښه نیت پخوانۍ سفیرې انجلینا جولي هم د طالبانو له بند څخه د ښاغلي ویسا د خوشې کیدو غوښتنه کړې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG