د کوویډ۱۹ لپاره په ۱.۵ میلیونه ډالره د سرو زرو ماسک 

د جواهراتو اسرائیلي پلورونکي وايي چې دوی په امریکا کې یو مشتري ته په ۱.۵ میلیونه ډالره د نړۍ تر ټولو ګرانه بیه ماسک جوړوي.

د "یه ویل" په نامه د اسرائیل د جواهراتو له مشهور برنډ څخه اسحاک لیوي وايي، دا ماسک چې پکې اتلس قیراط طلا او د الماسو ۳۶۰۰ تور او سپین غمي هم کارول کیږي، په N99 فلتر به سمبال وي چې په لوړه کچه د خوندیتوب ظرفیت به ولري.

لیوي وویل: " فکر نه کوم چې مشتري دې دا سوپر مارکیټ ته د تګ لپاره وکاروي خو هغه به یې دلته او هلته وکاروي، زه مطمین یم."

Israel ODD COVID Bling

پر دغه ماسک چې شاوخوا ۲۵ صنعتګر کار کوي، ممکن د سخت اقتصادي دوران پرمهال نندارې ته د شتمنۍ د ښکاره کولو یو مبتذل اقدام وي، خو د لیوي لپاره تر ټولو یو ستر هنري اثر دی.

لیوي وویل: " په نړۍ کې به د ګڼ شمیر کسانو لپاره دا ممکن تر ټولو قیمتي ماسک وي او دا ریښتیا هم یو لوی کار دی. خو زموږ لپاره هدف دادی چې به فابریکه کې د کارمندانو وظایف وساتو څو هغوی د خپلو کورنیو د ملاتړ توان ولري."

ددغه ماسک مشتري د هنري توکو چینايي مینه وال ښودل شوی چې د امریکا په متحده ایالتونو کې ژوند کوي.