عمران خان له افغانستان سره د مخامخ خبرو په اړه د ګنډه پور د وړانديز ملاتړ کړی

عمران خان د جمعې په ورځ د راولپينډۍ په اډياله زندان کې له خبريالانو سره د خبرو پر مهال د طالبانو د حکومت سره د خیبرپښتونخوا ایالت د اعلی وزیرد مخامخ خبرو ملاتړ وکړ.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او د دغه هېواد پخواني صدراعظم عمران خان ويلي چې هغه د خيبر پښتونخوا ایالت د اعلی وزير علي امين ګنډه پور د هغه وړانديز ملاتړ کوي چې له افغانستان سره به د سولې او امنيت په برخه کې "پخپله" خبرې کوي.

عمران خان دا څرګندونې د سپټمبر پر ۱۳مه (وږي ۲۳) د راولپينډۍ په اډياله زندان کې له خبريالانو سره د خبرو پر مهال وکړې.

نوموړي د پاکستان مرکزي حکومت او پوځ ته په اشاره وويل: "دوی باید له هغه (ګنډه پور) څخه وغواړي چې لاړ شه او د خدای لپاره له افغانستان سره خبرې وکړه."

دا تر هغه وروسته ده چې علي امين ګنډه پور د سپټمبر پر ۱۱مه (وږي ۲۱) په پېښور کې د وکیلانو ټولنې یوې غونډې ته په وینا کې وويل چې د خيبر پښتونخوا ايالت د خلکو د استازي په توګه غواړي چې په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره په خپل ایالت کې د پرتو ستونزو په اړه مخامخ خبرې وکړي.

نوموړي زياته کړه: "زه وایم، پرېږدئ چې افغانستان ته یو پلاوی واستوم، هغه مو ګاونډی دی، خو هېڅوک مو پروا نه لري، زما وینه بهېږي او تر څو به یې زغمم. "

نوموړي دا څرګندونې په دا وروستيو کې په خيبر پښتونخوا ايالت کې د ترهګرۍ د زياتېدونکو پېښو او د پوليسو له خوا تر احتجاجي ناستو وروسته وکړې.

د نوموړي د دې خبرو په غبرګون کې د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف د سپټمبر پر ۱۲مه (وږي ۲۲) د دغه هېواد مرکزي پارلمان ته په وينا کې وويل چې له بهرنيو هېوادونو سره مرکزي حکومتونه خبرې کوي او ايالتونه له بهرنيو هېوادونو سره مخامخ خبرې نه شي کولای.

نوموړي زياته کړې وه، د خېبر پښتونخوا ایالت له افغانستان سره د مذاکراتو خبره پر "فېډرېشن (مرکز) باندې نېغه حمله ده."

خواجه اصف علي امين ګنډه پور ته په اشاره ويلي وو چې د ايالت اجرايه رییس باید له داسې څرګندونو ډډه کړې وی.

له عمران خان څخه چې کله د مرکزي حکومت او بهرنيو چارو وزارت په شتون کې له بل هېواد سره د مستقیمې ښکېلتیا په اړه پوښتنه وشوه نو هغه وويل: "د بهرنیو چارو وزارت هېر کړئ، ترهګرۍ خیبر پښتونخوا ايالت تر ټولو زیات ځپلی دی."

په خيبر پښتونخوا کې د ترهگرۍ له امله د سختو زيانونو په اړه د ژورې اندېښنې په څرګندولو سره عمران خان زياته کړه: "په خيبر پښتونخوا کې له [ترهگرۍ سره په مبارزه کې] ډېر زيات پوليس شهيدان شوي دي."

نوموړي په خيبر پښتونخوا کې د پوليسو له خوا احتجاجي پرلتونو ته په اشاره وويل چې په پاکستان کې افسران په هغه هېواد کې د ناکرارۍ له امله "بغاوت" کوي او د ناوړه وضعیت له امله لاریونونه کوي.

هغه وويل: "موږ له ٢٤ کلونو راهيسې له ترهګرۍ سره مبارزه کوو. که ترهګري کنټرول نه شي، اقتصاد به په ټپه ودرېږي."

عمران خان له افغانستان سره د اړیکو د ښه کولو پر ارزښت ټینګار وکړ او زياته يې کړه: "که څوک د ترهګرۍ د ختمولو هڅه کوي، همکارۍ ورسره وکړئ." هغه دا نظر رد کړ چې د ګنډه پور ارادې د دولت ضد دي. "علي امین [ګنډه پور] د هېواد په ګټه خبرې کوي، نه په خلاف."

علي امين ګنډه پور تر هغه اعلان وروسته د سپټمبر پر ۱۲ (وږي ۲۲) په پېښور کې د طالبانو له سرقونسل حافظ محب الله سره په ليدنه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر دوه اړخيزو اړيکو او يو شمېر نورو موضوعاتو خبرې وکړې.

د اعلی وزير دفتر په خبرپاڼه کې ویل شوي وو چې هغوی د دوه اړخیزې سوداګرۍ د ودې، د سیمه ییزې سولې او ثبات، په خيبر پښتونخوا ايالت کې د مېشتو افغان کډوالو د ستونزو د هواري او پر یو شمېر نورو مسایلو هم خبرې وکړې.

په خبرپاڼه کې د ښاغلي ګنډه پور له قوله ویل شوي چې د خيبر پښتونخوا او افغانستان ولسونه مشترک ارزښتونه لري او د پولې پورې غاړې خلک په ژبني، مذهبي، کلتوري او انساني رشتو سره تړلي دي.

نوموړي زياته کړه چې د ترهگرۍ پرضد جگړه کې د دواړو خواوو خلک له سختو ستونزو سره مخامخ دي او اوس د دې وخت رارسېدلی دی چې په سیمه کې د تلپاتې سولې د ټینګښت لپاره جدي هڅې وشي.

ګنډه پور ویلي چې د پاکستان مرکزي حکومت بايد په دې اړه يوه جرګه جوړه کړي او له گاونډي هېواد سره خبرې اترې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې د ناامنۍ او ترهګرۍ پېښو تر زياتېدو وروسته پاکستان په وار وار د طالبانو له حکومته غوښتنه کړې ده چې د افغانستان خاوره دې د پاکستان خلاف کارېدو ته نه پرېږدي او د تحريک طالبان پاکستان "ټي ټي پي" خلاف دې اقدامات وکړي. د پاکستان پوځ هم څو ځلې ويلي چې د ټي ټي پي وسلوال په افغانستان کې دي او له هغه ځايه په پاکستان کې بريدونه کوي.

خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت د پاکستانيو چارواکو دا ډول تورونه په وار وار رد کړي او ټينګار يې کړی چې د افغانستان خاوره د هېچا پرضد کارېدو ته نه پرېږدي. د طالبانو حکومت زياته کړې چې ټي ټي پي د پاکستان داخلي موضوع ده چې اسلام اباد یې باید حل کړي.

بل خوا تحريک طالبان پاکستان هم په خپلو بيانونو کې د افغانستان له خاورې پر پاکستان د حملو ادعاوې رد کړې دي. دغې ډلې زياته کړې ده چې په افغانستان کې پټنځايونو ته اړتيا نه لري بلکې وسله وال یې په پاکستان کې دننه مېشت دي او هم هلته پر پوځ او امنیتي ځواکونو بريدونه کوي.