د مخابراتو پخوانی وزیر د فساد په تور ونیول شو- لویه څارنوالي

لویه څارنوالي وایي چې ښاغلي وحیدی نیول شوی او زندان ته وړل شوی دی.

د افغانستان لویه څارنوالي وايي، چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ پخوانی وزیر عبدالرزاق وحیدي د دوشنبې په ورځ (مارچ اتمه) په کابل کې د امنیتي ځواکونو له خوا ونیول شو.

د لوی څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي امریکا غږ ته وویل، چې ښاغلی وحیدي له نیول کېدو وروسته د څرخي پله زندان ته انتقال شوی دی.

ښاغلی وحیدي د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټيکنالوژۍ د وزارت له څوکۍ څخه مخکې د مالیې وزارت د مرستیال په توګه دنده درلوده.

د لویې څارنوالۍ ویاند زیاته کړه چې نوموړی په مالیې وزارت کې د خپل ماموریت پر مهال له وظیفوي صلاحیتونو څخه د ناوړې ګټې اخیستلو په جرم د ۱۳۹۷ کال د سلواغې په دویمه له درنو جرمونو او اداري فساد سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز د ابتدائیه محکمې له‌خوا په غیابي توګه په درېو کلونو تنفیذي حبس محکوم شوی وو.

ښاغلي وحیدي په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي او نه هم د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په دې اړه څه ویلي دي.

عبدالرزاق وحیدي وروسته له هغې د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی، چې شاوخوا درې میاشتې مخکې یې په یوې بلې قضیه کې له فساد سره د مبارزې له ځانګړې محکمې څخه براأت ترلاسه کړ.

په نوموړي باندې تور وو، چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د وزیر په توګه یې د خپل ماموریت په دوره کې میلیونونه افغانۍ فساد کړی دی.

له دغو تورونو وروسته د افغانستان جمهور رئیس هغه له دندې ګوښه کړ.