شاید مخکنی ولسمشر دونالډ ټرمپ محکمې ته حاضر شي

د متحدو ایالتونو پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ چې د محکمې له خوا تورن شوی

تمده چې د متحدو ایالتونو مخکنی ولسمشر دونالډ ټرمپ د سه شنبې په ورځ اپریل درېیمه په رسمي ډول محکمې کې حاضر شي چې پرې لګیدلي تورونه واوري. دا لومړی ځل دی چې د امریکا یو مخکنی ولسمشر د غیر قانوني کړنو له تورونو سره مخامخ کیږي.

د امریکا په تاریخ کې په یو بې ساري اقدام کې د نیویارک منصفه هئیت د پنجشنبې په ورځ مارچ ۳۰ تر رای ګیري وروسته دونالډ ټرمپ د ۲۰۱۶ کال د جمهوري ریاست د ټاکنو پرمهال د بربنډو فلمونو یوې مشهورې څېرې ته د پیسو په ورکولو تورن کړ.

پر ټرمپ دغه تورونه په داسې حال کې لګول کیږي چې نوموړی د ۲۰۲۰ کال په ټاکنو کې له ماتې وروسته، اوس یوځل بیا غواړي سپینې ماڼۍ ته لار پیدا کړي.

تر اوسه د تورونو د څرنګوالي په اړه معلومات نشته او دا هم معلومه نده چې ټرمپ د غیر قانوني کړنو په څو مواردو تورن شوی دی.

سي ان ان راپور ورکړی چې د امریکا مخکنی ولسمشر دونالډ ټرمپ په څه باندې ۳۰ مواردو تورن شوی دی خو امریکا غږ دا راپور تائید نشوای کړای.

د نیویارک د منهټن ناحیې د څارنوال الون براګ دفتر په یوې بیانیې کې ویلي دي‌ چې د منهټن د څارنوالۍ دفتر د ټرمپ د سپارل کیدو په اړه، د هغه له وکیل سره د همغږۍ په هدف تماس نیولی دی.

ټرمپ چې اوسمهال په فلوریډا کې ژوند کوي، د ځان د سپارلو لپاره باید نیویارک ته سفر وکړي.

کله چې نوموړي ونیول شي لومړی به یې د ګوتو نښان او عکس اخیستل کیږي او بیا به په محاکمه کې د قاضي په وړاندې حاضریږي، له محاکمې وروسته ټرمپ له تضمین او یا کوم سند د لاسلیک کولو پرته آزادیږي.

یو شمیر رسنیو د ځینو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې ټرمپ به د دوشنبې په ورځ اپریل دریمه نیویارک ته سفر وکړي، شپه به په خپل هوټل "ټرمپ ټاور" کې تیره کړي او د سه شنبې په ورځ به په محکمه کې حاضر شي.

د امریکا مخفي امنیتي مامورینو او د نیویارک پولیسو د جمعې په ورځ د هغې محکمې ودانۍ، چې ټاکل شوې ټرمپ پکې محاکمه شي، وکتله او په خپلو امنیتي پلانونو یې بحث وکړ.

د ټرمپ یوې مدافعې وکیلې سوزان نیچلس رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې ټرمپ به مجرم ونه پيژندل شي.

د ټرمپ کمپاین له دې ضعیت څخه د بسپنې یا د پيسو د راټولیدو د یو فرصت په توګه کار اخیستی او زیاته کړې یې ده چې د ټرمپ د تورنېدو تر اعلان وروسته یې په لومړیو ۲۴ ساعتونو کې څلور میلیون ډالر ټول کړي دي.

که ټرمپ پدې قضیه کې مجرم هم وبلل شي، د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د کاندید کیدو مخه یې نشي نیول کیدی، خو تورن کیدل یې ښایي جدي عواقب ولري چې له یوې خوا به د هغه انتقاد کوونکي لا قوي شي او له بلې خوا به یې پلویان لا وهڅول شي چې په انتخاباتو کې برخه واخلي.