د لوګر کلانګار کې څلور سیمه ییز پولیس وژل شوي

عکس (ارشیف)

يو شمېر سرچینې وایي چې د لوګر په مرکز پل علم کې پر یوه امنیتي پوسته د وسله والو طالبانو په برید کې یو شمېر پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د لوګر د والي ویاند دیدار لونګ نن سې شنبه نومبر لسمه (لړم ۲۰) امریکاغږ ته وويل چې دغه برید تېره شپه د کلانګار سیمې اړوند د الوزيو د سیمه ییزو پولیسو پر پوسته شوی دی.

هغه وويل، په دغه برید کې څلور سیمه ییز پولیس وژل شوي او يو ټپي شوی دی.

خو د لوګر د ولسي پاڅون کوونکو پخواني قوماندان سیدفرهاد اکبري امریکاغږ ته وويل چې ياده پوسته سقوط شوې او په کې اووه تنه سیمه ییز پولیس وژل شوي دي.

د والي ویاند دیدار لونګ دغه راز وايي چې په متقابل برید کې د طالبانو د یو سرګروپ په ګډون پنځه طالب وسله وال هم وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

د یاد برید مسؤلیت وسله والو طالبانو پرغاړه اخیستی او د نهو پولیسو د وژلو ادعا یې کړې ده.