د لاس رسي وړ اتصالات

غور کې طالبانو سره نښته کې ۸ سیمه ییز پولیس وژل شوي ـ ولسوال


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

د غور سیمه ییز چارواکي وايي، تېره شپه د یاد ولایت په شهرک ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو سره نښته کې اته سیمه ییز پولیس وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.

د شهرک ولسوال محمد سخي صبور یار نن سې شنبه اګست۲۵مه(وږې۴مه) امریکا غږ ته وویل چې وسله والو طالبانو تېره شپه د مخابراتي انتنونو په پرې کولو سره د «قبرستان ټپې» په نوم د سیمه ییزو پولیسو پر امنیتي پوستې بریدونه وکړل.

نوموړي زیاته کړه چې دغه امنیتي پوسته د ولسوالۍ د مرکز په ۳۸۰ مترۍ کې موقعیت لري.

ښاغلی صبوریار وایي چې وسله والو طالبانو د شپې دوربین لرونکو وسلو باندې پر یادې امنیتي پوستې برید وکړ چې اته سیمه ییز پولیس وژل شول او شپږ نور ټپیان شول.

هغه زیاتوي چې امنیتي پوسته هم د وسله والو طالبانو لخوا سقوط شوې ده.

نوموړي وویل چې د دوو تنو ټپيانو روغتیايي حالت خراب و او د لا درملنې لپاره د غور مرکز ته انتقال شوي دي.

په دغه نښته کې طالبانو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه کره ارقام معلوم نه دي.

د غور نورو سیمه ییزو او امنیتي چارواکو تر دا مهاله په دې اړه تبصره نه ده کړې.

وسله والو طالبانو هم د دغه نښتې په اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG