د پاکستان پوځ ويلي چې د خیبر پښتونخوا ایالت په جنوبي وزيرستان کې يې له وسله والو سره د نښتې پر مهال څلور پوځیان وژل شوي دي.
د پوځ د عامه اړيکو ادارې (ای اېس پي ار) د نومبر پر اوومه (لړم ۱۷) په خپور کړي بيان کې ادعا کړې ده چې د نومبر پر شپږمه په جنوبي وزيرستان کې د نښتې پر مهال پنځه وسله وال هم ووژل شول.
بيان زياته کړې ده چې پوځ په سيمه کې د "خوارجو" پر ضد د لټون عمليات پيل کړي دي.
د پاکستان پوځ د "خوارجو" اصطلاح زياتره وخت د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) وسله والې ډلې لپاره کاروي خو په بيان کې يې دا نه ده په ډاګه کړې چې وژل شويو وسله والو په کومې ډلې پورې تړاو درلود.
تر اوسه کومې وسله والې ډلې د پوځ د ادعا په اړه څه نه دي ویلي.
د پاکستان پوځ د نومبر پر دويمه (لړم ۱۲) هم د جنوبي وزيرستان په سروېکۍ سيمه کې د څلورو وسله والو د وژلو ادعا کړې وه.
دا په داسې حال کې ده چې د نومبر پر پنځمه (لړم ۱۵) د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت په بېلا بېلو سيمو کې په وسله والو بريدونو کې د دوو امنيتي سرتېرو په ګډون لږ تر لږه اووه کسان وژل شوي او اته نور ژوبل شوي وو. د دغو بريدونو مسوليت هيڅ وسله والې ډلې نه وو منلی.
په پاکستان کې په دې وروستیو میاشتو کې امنیتي پیښې زیاتې شوي دي. په اسلام اباد کې د یو څیړنیز مرکز د یو راپور له مخې یوازې د سپټمبر په میاشت کې په پاکستان کې ۷۷ وسله وال بریدونه ترسره شوي دي چې ۴۷ یې یوازې د خیبرپښتونخوا ایالت کې شوي دي.
د پاکستان پوخ او حکومت په دغه هیواد کې د ترهګرو ډلو د ځپلو لپاره د څو میاشتو راهیسې د "عزم استحکام" په نوم عملیات پیل کړي دي، خو د پاکستان اکثره سیاسي ګونونو ددغو عمیلیانو سره مخالفت ښودلی دی.
له تېرو شاوخوا دوو کلونو راهیسې د خيبر پښتونخوا په قبايلي او جنوبي ضلعو کې وسله وال بريدونه او د ناامنۍ پېښې زياتې شوي چې ولسونو يې په وار وار د مخنيوي لپاره احتجاجونه کړي او پرلتونه وهلي دي.
حکومت او پوځ وایي په سیمه کې امنیت ته ژمن دي او د دې لپاره یې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.