هرات کې جګړه شوې ۲۱ طالبان او څلور پولیس وژل شوي ـ چارواکي

عکس(ارشیف)

افغان چارواکي وايي په هرات ولایت کې له وسله والو طالبانو سره نښتو کې څلور پولیس او ۲۱ وسله وال طالبان وژل شوي‌.

د چارواکو په وینا دغه پولیس تېره شپه د هرات ولایت په فارسي او ګلران ولسوالۍ کې مړه او ټپیان شوي دي.

د هرات والي سید وحید قتالي نن جمعه جون څلورمه (غبرګولې ۱۴) امریکا غږ ته وویل چې په یادو نښتو کې د فارسي ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ سرپرست او یو بل پولیس وژل شوي او پنځه پولیس ټپيان شوي دي.

د نوموړي په وینا په ګلران ولسوالۍ کې هم دوه پولیس د طالبانو په برید کې وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.

د هرات والي په وینا د ګلران ولسوالۍ د امنیت امر هم د طالبانو لخوا نیول شوی دی.

د افغان چارواکو په وینا په یادو نښتو کې ۲۱ وسله وال طالبان هم وژل شوي او اته نور ټپيان شوي دي.

وسله والو طالبانو تر دامهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

بلخوا د افغانستان دفاع وزارت نن جمعه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ۱۸۳ وسله والو طالبانو د وژل کېدو، ۵۸ نورو د ټپي کېدو او نهو نورو طالبانو د نیول کېدو خبر ورکړی دی.

دفاع وزارت ویلي چې دغه وسله وال طالبان په ننګرهار، غزني، زابل، ارزګان، جوزجان، هلمند، تخار او کندز ولایتونو کې مړه، ټپیان او نیول شوي دي.

طالبانو د دفاع وزارت د اعلامیې په اړه څه نه دي ویلي.