فرانسې ایران د اتومي تړون د مذاکرې په ځنډولو تورن کړ

د ایران په اتومي تړون خبرې

د فرانسې د بهرنیو چارو نوې وزیرې د سه شنبې په ورځ جولای ۱۲ (چنګاښ ۲۱) وویل د ایران د ۲۰۱۵ کال د اتومي قرار داد د بیا راژوندي کیدو لپاره یوازې څو اوونۍ پاتې دي.

میرمن کاترین کولونا چې د هغه هیواد د پارلمان غړو ته خبرې کولې وویل دا وضعیت نور د منلو وړ ندی او پر ایران یې تور ولګاوه چې د مذاکراتو د ځنډیدو له تخنیک کار اخلي. هغې زیاته کړه چې ایران د یورانیمو د غني کیدو چارو ته هم دوام ورکوي.

میرمن کولونا خبرداری ورکړ که ایران خپل اوسني مسیر ته دوام ورکړي یاد هیواد به د اټوم لرونکي هیواد په درشل کې وي:" تر اوسه هم د ایران لپاره د فرصت موقع شته چې د یو توافق د منلو لپاره تصمیم ونیسي، خو وخت تیریږي."

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیرې زیاته کړه چې تهران باید په دې غور وکړي ځکه وخت تیریدونکی دی او د امریکا منځمهاله ټاکنې به د قرار داد ترلاسه کیدل نور هم ستونزمن کړي.

ددغو خبرو لپاره د متحدو ایالتونو استازي وویل چې ایران په دې وروستیو کې په مذاکراتو کې د هغه هیواد د اټومي‌ پروګرام په اړه غیر مرتبطې غوښتنې وړاندې کړي او د یورانیمو د غني کیدو په برخه کې یې د اندیښنې وړ پرمختګ کړی دی.

غربي چارواکو له دې مخکې هم څو ځله ویلي وو چې له ایران سره د غربي هیوادونو د مذاکراتو لپاره څو اوونۍ فرصت شته څو یوې نتیجې ته ورسیږي.

د فرانسې د بهرنیو چارو پخواني وزیر ژان ایو لودریان د روان کال په فبروري میاشت کې ویلي وو چې د توافق د احیا لپاره څو ورځې فرصت شته.

د ایران د اتومي توافق احیا اوس هم د څو عمده موضوعاتو په ځانګړې ډول د ایران پر سپاه پاسداران د بندیزونو د لیرې کیدو په هدف له واشنګټن څخه د تهران د غوښتنې له امله ننګونو مخ ده.

د امریکا مخکنی ولسمشر دونالډ ټرمپ په ۲۰۱۸ کې په یو اړخیز ډول له دغه تړون څخه ووت او په هغه هېواد باندې یې نور اقتصادي بندیزونه ولګول. ښاغلي ټرمپ ویل چې په تړون کې خلاوې شته او ګټه یې ایران ته ډېره ده.

ایران هم له دغه اقدام وروسته وویل چې د تړون ژمنې له پامه غورځوي، امریکايي چارواکي وايي ایران اوس خپل اتوم دومره غني کړي چې د اتومي وسلو په جوړولو کې ترې کار اخیستل کېدای شي.

خو ایران تل دا ادعا کوي چې اتومي پروګرام یې «سوله ایز» هدف لري.