په سوریه کې د چک جمهوریت سفارت چې د ۲۰۱۲ راهیسې یې په دغه هېواد کې د متحده ایالاتو استازیتوب هم کړی دی، پرانیستل شو.
دا سفارت په سوریه کې د تیرې میاشتې د کودتا وروسته، چې په نتیجه کې یې د پخواني ولسمشر بشارالاسد حکومت نسکور شو، تړل شوی و.
په سوریه کې د کورنیو جګړو له کبله د امریکا په شمول ډیرو لویدیځو هېوادونو خپل سفارتونه تړلي وو خو د چک جمهوریت سفارت یې استازیتوب کاوه.
د چک د بهرنیو چارو وزیر یان لیپاوسکي پنجشنبې جنوري دوهمه (مرغومي ۱۳) وویل: "موږ د کرسمس په ترڅ کې د خپل سفارت فعالیتونه له سره پیل کړل. د متحده ایالاتو د چارو د څانګې مشر دوباره ستون شوی." لیپاوسکي زیاته کړه چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ورسره تماس نیولی او دا سپارښتنه یې ورته کړې چې په سوریه کې د خدماتو جاري ساتل یقیني کړي.
هغه وویل، پراګ چې په منځني ختیځ کې د اسرائیل او د روسیې د یرغل په خلاف د اوکراین د جګړې قوی ملاتړی دی، په سوریه کې ددغه هېواد روان وضعیت ته په پام سره "په احتیاط ګام اخلي."
لیپاوسکي زیاته کړه: "د سوريې د نوي حکومت چارواکي د پخوا برخلاف د بندیزونو په مختلف لیست کې شامل دي. خو هغوی په ښکاره ویلي چې غواړي له نړۍ سره اړیکې ټینګې کړي او زه فکر کوم چې موږ باید ورته ځواب ورکړو، په ځانګړي ډول له سوریې څخه د روسیې د ایستلو لپاره."
د روسیې هغه ځواکونه چې په ۲۰۱۵ کال کې د سوریې د کورنۍ جګړې پر مهال د بشارالاسد د رژیم د ملاتړ لپاره تللي وو، لا تراوسه په سوریه کې پاتې دي.
دمشق ته د جرمني او فرانسې د بهرنیو چارو د وزیرانو سفر
بل خوا د فرانسې او جرمني د بهرنیو چارو وزیران د سوریې پلازمینې دمشق ته تللي دي. د بشار الاسد د حکومت د نسکورېدو راهیسې دا د اروپايي اتحادیې لومړني ترټولو لوړپوړي ډیپلوماتان دي چې سوریې ته ځي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بربوک دمشق ته د خپل سفر په اړه ویلي چې دا وویل، دا د اروپا او سوریې ترمنځ د "نوي پیل" د شونتیا څرګنده نښه ده.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان نویل بارو، چې سوریې ته یې خپل سفر د جمعې په ورځ په دمشق کې د مسیحیانو له مشرانو سره له لیدنې څخه پیل کړ، د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یو بیان کې وویل چې فرانسه او سوریه "د سیمه ایز ثبات د پاره غواړي یو عاجل او سوله ایز انتقال شونی کړي."
ټاکل شوې چې بارو او بربوک د هیئت تحریر الشام د مشر احمد الشرع چې د ابو محمد الجولاني په نوم هم یادیږي، وګوري. هیئت تحریر الشام پخوانۍ اورپکې ډله ده چې اوس په سوریه کې واکمنه ده.
ددې مطلب لپاره د رویټرز او فرانس پرس اژانسونو معلومات کارول شوي.