شنونکي وايي، په داسې حال کې چې نړیواله ټولنه په سوریه کې د نویو واکمنانو لپاره شرایط ټاکي، د سوري یاغیانو مخکښې ډلې په افغانستان کې د طالبانو په څېر د نړیوالې ټولنې له خوا د رسمیت پېژندلو لپاره د پخلاینې لاره غوره کړې ده.
د هیت التحریر الشام مشر احمد الشرع چې د ابو محمد الجولاني په نوم هم پیژندل کیږي، د یکشنبې په ورځ ډسمبر ۱۵ د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي سره وکتل او د سوریې د اقتصاد د بیارغونې او د خاورې د بشپړتیا د ساتلو لپاره یې په "چټک او اغیزمنه همکارۍ" ټینګار وکړ.
الجولاني له ټایمز آف لندن سره په مرکه کې ویلي، د سوریې خاوره به د اسرائیل په ګډون د هېڅ ګاونډي هېواد پر ضد ونه کارول شي.
په واشنګټن کې د متحده ایالاتو د سولې په انسټیټیوټ کې یو لوړپوړی کارپوه اسفندیار میر، امریکا غږ ته وویل چې هیت التحریر الشام "د سولې ورته پیغام" وړاندې کړی لکه طالبانو چې په ۲۰۲۱ کې د واک تر لاسه کولو وروسته وړاندې کړ: "د سیمه ایز سیاست لپاره داسې موقف نیول چې د سیمې هیوادونه [او نړیوال قدرتونه] د دوی پر ضد ونه هڅیږي."
د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د واک تر لاسه کولو وروسته، طالبانو هڅه وکړه چې ګاونډیو هېوادونو او سیمه ییزو قدرتونو ته ډاډ ورکړي چې دا ډله به هیچا ته اجازه ورنه کړي چې افغانستان د کوم هېواد پر ضد وکارول شي.
خو ملګرو ملتونو د جولای په میاشت کې وویل، په داسې حال کې چې طالبان ادعا کوي چې په افغانستان کې بهرنۍ ترهګرې ډلې نشته، غړو هیوادونو راپور ورکړی چې له شلو څخه ډیرې ترهګرې ډلې په افغانستان کې فعالیت کوي.
هغه زیاته کړه چې هیت التحریر الشام له خپلې تجربې، او همدارنګه د طالبانو له څارنې څخه زده کړل، چې د بهرنیو دښمنۍ څخه ډډه وکړي. میر وویل، "هغوی ته په اشارې او ډاډ ورکولو سره هغوی ته [وايي] چې وګورئ، موږ له تاسو سره هیڅ لانجه نه لرو."
میر زیاته کړه چې نړیوال او سیمه ایز قدرتونه په سوریه کې د یاغیانو سره د معاملې په وخت کې نسبتا معتدل اهداف لري، "خو دوی به د هیت التحریر الشام په څارنې وخت تیر کړي."
د هیت التحریر الشام ډلې په مشرۍ د سوریې یاغیانو د نومبر په ۲۷ د شمالي ادلیب ولایت کې د پخواني ولسمشر بشار الاسد د ځواکونو پر ضد عملیات پیل کړل او د یو شمیر ستراتیژیکو ښارونو تر نیولو وروسته یې په ۱۱ ورځو کې د پلازمینې دمشق کنټرول ترلاسه کړ.
متحده ایالاتو د یاغیانو د "هیله بخښونکې" اعلامیې هرکلی وکړ خو وویل چې "موږ به د هغوی د کړنو له مخې قضاوت وکړو."
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند میتیو میلر د دوشنبې په ورځ د امریکا غږ د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، "موږ به خپلې پریکړې وکړو کله چې د بندیز خبره رامنځته کیږي، کله چې د پیژندلو د مسله راپورته کیږي، کله چې یې وخت راشي مونږ ټول وسایل په پام کې نیسو او پدې پورې اړه لري چې مونږ د هیت التحریر الشام او په سیمه کې له نورو لوبغاړو څخه څه ګورو."
د اروپايي اتحادیې یو لوړپوړي ډپلوماټ د یکشنبې په ورځ ډسمبر ۱۵ وویل چې اروپايي اتحادیه به تر هغه پورې پر سوریې بندیزونه لرې نه کړي چې د سوریې نوي واکمنان د اقلیتونو او ښځو د حقونو د خوندي کولو او د تروریزم د مخنیوي لپاره تضمین وړاندې کړي.
نړیوالې ټولنې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې د واک تر لاسه کولو وروسته له طالبانو څخه د ورته تضمین غوښتنه کړې وه.
نړیوالې ټولنې له طالبانو غوښتي چې په افغانستان کې د مشروع حکومت په توګه د هغوی تر پېژندلو مخکې دې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې پر خپلو ژمنو عمل وکړي، ټول شموله حکومت دې جوړ کړي او د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو حقونو ته دې درناوی وکړي.
د څه دپاسه درې کلونو په تیریدو سره تر اوسه هېڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسمي توګه نه دی پیژندلی، که څه هم ډېرو هېوادونو د طالبانو له حکومت سره ډپلوماټیکې اړیکې ټینګې کړې دي.
د سوفان ګروپ د څیړنو مشر کولن کلارک امریکا غږ ته وویل چې د سوریې په اړه د امریکا پالیسي په افغانستان کې د هغوی د تجربو په اساس جوړه شوې ده. کلارک وویل: "زه فکر کوم چې دا د بهرني سیاست په برخه کې دوی ته ډیر څه ورزده کوي."
هغه وویل چې د طالبانو او هیت التحریر الشام ډلې ترمنځ "ډیر ورته والی" شته. هغه زیاته کړه، "ډیره واقع بیني، ډیر اعتدال، د سختې جهادي ایډیالوژۍ څخه ځان لرې کول."
لارک وویل، پوښتنه، که څه هم، دا ده چې آیا هیت التحریر الشام به معتدل پاتې شي.
هغه وویل چې د سخت دریځو بهرنیو وسله والو په اړه اندیښنې شته، په ځانګړې توګه ددې ډلو په منځ کې د منځنۍ اسیا د یاغیانو د شتون په اړه.
هغه زیاته کړه، "هغوی ممکن نیمګړتیا ولري او یا هم په خپل منځ سره جلا شي، یا ممکن دوی وغواړي چې لاړ شي او د داعش په څیر نورو ډلو سره یوځای شي، ځکه هغوی ښایي د حکومت کولو دغه ټوله پروژه ورته بې معنی ښکاره شي."
ملګرو ملتونو، امریکا، ترکیې او یو شمېر نورو هېوادونو هیت التحریر الشام تروریستي سازمان په توګه نومولی دی.
د متحده ایالاتو د تروریزم سره د مبارزې ملي مرکز ویب پاڼه چې د نړیوال تروریزم په اړه د معلوماتو تحلیل او یوځای کولو لومړنی مسؤلیت لري، وایي، هیت التحریر الشام "په شمالي سوریه کې میشته سني اسلامپالو یاغي ډلو یو ایتلاف دی چې د جبهة النصره یا 'نصره جبهې' څخه رامینځته شوی، چې په سوریه کې د القاعدې پخوانۍ څانګه ده."
په ۲۰۱۳ کې، د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت الشرع د نړیوال ترهګر په توګه وټاکه، او امریکا د هغه د نیول کیدو د معلوماتو لپاره تر ۱۰ میلیون ډالرو پورې انعام وټاکه.
که څه هم د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خوا طالبان د یوې تروریستي ډلې په توګه نه دي پېژندل شوي، خو حقاني شبکه چې اوس د طالبانو د حکومت یوه برخه ده، د امریکا له خوا د ترهګرو ډلو په لست کې شامله ده.
کلارک وویل، هغه فکر کوي چې د سوریې یاغیان به د طالبانو په پرتله ډیر ژر په رسمیت وپیژندل شي ځکه چې دوی "د یوې نوې پدیدې استازیتوب کوي، او په دې وخت کې دوی داسې څه په خپله سابقه کې نه لري چې مشکلات ورته پیدا کړي."
په واشنګټن کې د ویلسن سنټر په ځیړنیز مرکز کې د منځني ختیځ د پروګرام مشرې مریسا خرما وویل، دا ډېره ستونزمنه ده چې د سوریې یاغیان له طالبانو سره پرتله شي.
خرما وویل، "د سوریې لپاره، د یو ظالم رژیم څخه د سوریې د خلکو آزادول وو. په افغانستان کې، دا په اصل کې واک ته د ظالم رژیم بیرته راستنیدل وو."
خو هغې وویل، په دواړو حالتونو کې د هغو حکومتونو پر ضد چې دغه ډلې جنګېدې د "ټيټ مورال" لرونکي وو. هغې وویل: "دا ښیې چې دواړه [پخوانيو حکومتونو] سیسټمونه دمخه له منځه تللي وو."
فورم \ دبحث خونه