د کروناویروس د ډار تر سیوري لاندې د فرانسې انتخابات 

داسې ښکاري چې په ټاکنو کې د خلکو ګډون کم و

د کروناویروس د خپرېدو د ویرې سره سره په فرانسه کې خلکو د یکشنبې په ورځ (مارچ۱۵) په محلي انتخاباتو کې رایې ورکړې.

دا ټاکنې د زرګونو ښاروالانو او ښاري شوراګانو د غړو د ټاکلو لپاره وې، خو داسې ښکاري‌ چې د کروناویروس له کبله د خلکو ګډون کم و.

په فرانسه کې د کروناویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره ډېر رستورانونه، عمومي ځایونه او موزیمونه تړل شوي دي. په دغه هېواد کې کروناویروس شاوخوا ۹۱ کسان مړه کړي دي‌ او ۴۵۰۰ نور په دغه ویروس اخته شوي‌دي.

سره له دې چې ځینو خلکو د دغو ټاکنو د ځنډولو غوښتنه کوله،‌ د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون ټېنګار وکړ چې باید دا انتخابات وشي.

د رایو په محلونو او مرکزونو کې روغتیايي تدابیر نیول شوي چې په کروناویروس د خلکو د اخته کېدو مخه ونیول شي.

رایه ورکوونکو ته ویل شوي وو چې د رایې اچونې په وخت باید له یو بل سره یو متر واټن وساتي او د ټاکنو کارکوونکو ته ویل شوي وو چې دغه ټکي ته پام وکړي.

که په دغو ټاکنو کې ګټونکي معلوم نه شول، دا ټاکنې دوم پړاو ته ځي او په راتلونکې یکشنبه (مارچ۲۲)‌ به وشي.