د فرانسې پولیسو هغه کس نیولی چې یوه ښځه یې د نښې وېشتلو لوبه کې وېشتلې او وژلې

عکس: ارشیف

په فرانسه کي یو سړی په دې تور نیول شوی چې د ساعتیرۍ په توګه یې له یوې ښځې نښه جوړه کړې، د مرمۍ ضد واسکټ یې وراغوستی او وروسته یې ویشتلې ده.

د درې ماشومانو مور ۴۷ کلنې ښځې مړی د شنبې په ورځ جون درېمه (غبرګولي ۱۳) د فرانسې جنوب لویدیځ ډورډونیا سیمه کې وموندل شو.

د سیمې د امنیتي مقاماتو په وینا، نیول شوي کس منلې چې د جمعې په شپه دې "ښځې د ساعتیرۍ دپاره د مرمۍ ضد واسکټ اغوستی و" او وروسته وباندې هغه د ټوپک ډز کړی و.

دغه ۵۵ کلن سړي د شنبې په ورځ "د شرابو د سختې نشې په حال کې" ځان پولیسو ته تسلیم کړی دی.

د سیمې څارنوال سولین بیلووار وویل چې دغه قضیه خورا بې سارې ده او په اړه به یې د دوشنبې په ورځ پرېکړه کوي چې د نیول شوي کس په خلاف څنګه په رسمي ډول قضیه ثبت شي.

دغه پېښه د جمعې په شپه په یو رستورانت کې د شپې د مېلې پر مهال رامنځته شوې ده. یو ۱۸ کلن او بل ۲۰ کلن کس چې د پېښې په وخت په رستورانت کې موجود وو، د تحقیقاتو دپاره نیول شوي دي.

ګومان کیږي چې دا ښځه په خیټه د شدید زخم له کبله مړه شوې ده.