جمهور رئیس ټرمپ جنوبي سرحد ته روان شو

جمهور رئیس ټرمپ

د امریکا د متحده ایالاتونو جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ نن پنجشنبې ( جنوري ۱۰ ) جنوبي سرحد ته روان شوی او د مکسیکو په سرحد کې به د دیوال د جوړیدو لپاره خلکو د ملاتړ د ترلاسه کولو هڅه وکړي.

جمهور رئیس ټرمپ په جنوبي سرحد کې وضعیت بشري ناورین ګڼي او وايي د فولادي موانعو په مرسته کیدای شي دا مشکل هوار شي هغه څه چې اوس یې د دیموکراتانو له موافقې پرته د خپل اجرایوي ځواک په مرسته د هوارولو ارزونه کوي.

جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ او دیموکرات مشران پرون د امریکا د حکومت د یو شمیر برخو د بیرته پرانیستلو پر سر هوکړې ته ونه رسیدل.

جمهور رئیس ټرمپ له دیموکراتو مشرانو سره له ملاقات څخه ووت او مجلس یې د وخت ضایع کول وباله.

په سنا کې د دیموکراتانو مشر چک شومر وايي "هغه په غصه شو. ځکه په خپله خوښه یې نشوای ترلاسه کولای او له غونډې ووت. هغه وویل که حکومت پرانیزم نو تاسې هغه کار نه کوئ کوم چې زه یې غواړم. دا ظالمانه او بې عاطفې اقدام دی. د میلیونونو بې ګناه کسانو برمته کول سم کار ندی."

د کانگرس مشره نانسي پلوسي وايي که له جمهور رئیس ټرمپ سره کومې هوکړې ته ورسیږي نو په لیکلي شکل یې غواړي څو خلک یې هم وویني.

د امریکا د حکومت د بندیدو له امله به شاوخوا اته سوه زره دولتي کارکوونکي د لومړي ځل لپاره د راونې اوونۍ په پای کې خپله تنخا وانخلي.

جمهور رئیس ټرمپ له مکسیکو سره د دیوال د جوړیدو لپاره شپږ میلیارده ډالر غواړي خو دیموکراتان یې نه مني.

شننونکي وايي جمهور رئیس ټرمپ اوس هڅه کوي چې د ۲۰۲۰ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د بریا لپاره په جنوبي سرحد کې د دیوال د جوړیدو په موخه خپلې هغه ژمنې پوره کړې چې د ټاکنیزو کمپاینونو پرمهال یې کړي وې.

خو شنونکي وايي نوموړی اوس ددې کار د عملي کولو لپاره د محافظه کارانو تر فشار لاندې دی.

نن د امریکا د حکومت د تړل کیدو شلمه ورځ ده چې ددې هیواد په تاریخ کې د حکومت د تړل کیدو دویم اوږدمهاله کار بندیز شمیرل کیږي.