د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د فدرال حکومت د بیا پرانیستو څرک نه ښکاري


دموکراتان: د دیوال د جوړولو لپاره نه نن، نه راتلونکې اونۍ او نه هم راتلونکی کال بودیجه تصویبوي
دموکراتان: د دیوال د جوړولو لپاره نه نن، نه راتلونکې اونۍ او نه هم راتلونکی کال بودیجه تصویبوي

په تیرو پنڅو کلونو کې دا څلورم ځل دی چې کانگرس او سپینه ماڼۍ په دې موافقې ته نشي رسیدلی چې د حکومت څومره بودیجه د کومو هدفونو لپاره ځانگړې کړي چې له امله یې د بودیجې د مصرف وخت تیریږي او د حکومت غیر ضروري خدمات بندیږي.

تیره چهارشنبې د حکومت د تړولو امکان لږ و ځکه جمهوري غوښتونکي چې سنا مجلس کې اکثریت دي په متفقه توگه یوه موقتي بودیجه تصویب کړه.

سپینې ماڼۍ اول د دې بودیجې پلان ومنله چې په مجموع کې د سرحدونو د امنیت د پیاوړي کولو لپاره وړاندې شوې و او د دیوال د جوړولو لپاره پیسې پکې نه وې ځانگړې شوې. خو ولسمشر ترمپ وروسته دا بودیجه رد کړه او د دیوال د جوړولو لپاره یې د پنځو میلیاردو ډالرو غوښتنه وکړه.

د جمهوري غوښتونکو په مشري د استازو مجلس د دیوال د جوړولو بودیجه تصویب کړه خو په کافي اندازه یې رایې ترلاسه نکړې چې سنا مجلس ته ولیږل شي.

د سنا مجلس د اقلیت مشر چک شومر وایي"سنا مجلس به دا بودیجه هیڅ کله تصویب نکړي. نه نن، نه راتلونکې اونۍ او نه هم راتلونکی کال. نو ولسمشر سایبه که ته غواړئ چې حکومت پرانیسې ته باید د دیوال د جوړولو مفکوره پریږدې."

د کانگرس اکثره جمهوري غوښتنونکي غړي بیا د ولسمشر ترمپ د غوښتنې ملاتړ وکړ.

په سنا کې د اکثریت جمهوري غوښتونکي گوند د مشر سناتور میچ میکانل په څیر جمهوري غوښتونکي سناتوران بیا د ولسمشر ترمپ د غوښتنې ملاتړ کوي.

سناتور میکانل وایي "فکر وکړئ، د خپل هیواد امنیت ټینگښت او د امریکا د خلکو خوندیتوب باید د دواړو گوندونو لومړیتوب وي. دا د هر هیواد د حکومت فرض دی."

د کال په پیل کې دموکراتانو غوښتل چې د دیوال لپاره د بودیجې ملاتړ وکړي خو په بدل کې یې هغو مهاجرو لپاره یې قانوني اسناد وغوښتل چې په ماشومتوب کې د مور او پلار لخوا په ناقانونه توگه امریکا ته راوستل شوي و.

خو ولسمشر دا معامله ونکړه او جمهوري غوښتونکو هغه مسوده له پامه وغورځوله. اوس ترمپ د دیوال د جوړولو لپاره په داسې حال کې بودیجه غواړي چې دموکراتان په بدل کې هیڅ نه غواړي.

د حکومت د ځینو برخو بندیدل ښایي تر کرسمس وروسته او کیدای شې د څو اونیو لپاره دوام وکړي. د حکومت بندیدل د امریکا د فدرالي حکومت د یو شمېر مهمو ادارو لکه د امریکا د فضايي تحقیقاتو اداره یا ناسا او د کورني امنیت، بهرنیو چارو، عدلیې، کرهنې او سوداګرۍ وزارتونو کارونه بند کړي دي.

د امریکا غږ په دفتر کې هم ځیني خلک په کور ناست دي او ځیني پرته له معاشه کار کوي. د فدرال حکومت بیرته خلاصیدل د ټرمپ او دیموکراتانو ترمنځ په موافقې پورې اړه لري.

XS
SM
MD
LG