افغانستان د اسیا د فوتسال لوبو په سیالیو کې دوهم شو

د افغانستان د فوتسال لوبغاړي

د آسیا د شل کلنو تنکیو ځوانانو د فوتسال لوبو (د صالون دننه فوټبال) په پای لوبه کې نن شنبه د (جون ۲۲) جاپان افغانستان ته په ماتې ورکولو سره اتل شو.

دا لوبه د ایران په تبریز ښار کې وشوه چې په کې جاپان وکولای شول ۳-۱ افغانستان ته ماتې ورکړي.

د لوبې لومړی او دوهم ګولونه جاپاني لوبغاړو ووهل او لوبه په لومړۍ نیمایي کې دوه صفر د جاپان په گټه وه.

د لوبې په دویمه نیمايي کې افغانستان وکولای شول چې یو ګول ووهي، خو جاپاني لوبغاړو دریم ګول هم وواهه. لوبه درې د یو په مقابل کې د جاپان په گټه پای ته ورسیده او پدې توگه د جاپان د فوتسال لوبډلې وکولای شول د روانو لوبو اتلولي وګټي.

د آسیا د تنکیو ځوانانو ترمنځ د فوتسال په اتلولیو لوبو کې د افغانستان په ګډون، جاپان، اندونیزیا، هانک کانګ، ټایلنډ، لبنان، قرغزستان، ویتنام، تاجکستان، عراق، چین تایپي او کوربه هیواد ایران برخه درلوده.

پای لوبې ته تر رسیدو مخکې افغان لوبډلې په دغو لوبو کې هانګ کانګ او اندونیزیا ته ماتې ورکړې وه، خو پر ایران یې بایللې وه.

دا لومړی ځل دی چې افغان لوبډله ددغه راز لوبو پای لوبو ته وځي.