قطر: د اسرائيل او حماس ترمنځ د اوربند په غځولو موافقه شوې 

د اسرائیل او حماس ترمنځ اوربند غځول شوی

د قطر د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې حماس او اسرائيل توافق وکړ چې اوربند د نورو ۴۸ ساعتونو لپاره وغځوي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند ماجد الانصاري نن دوشنبه نومبر ۲۷ (لیندۍ شپږمه) داسې مهال دا اعلان وکړ چې لا اسرائيلي مقاماتو په دې اړه څه نه دي ویلي.

په غزه کې د اسرائيل او حماس ترمنځ څلور ورځنی اوربند د جمعې په ورځ پيل شو اوټاکل شوې چې دا اوربند د سه شنبې په سهار په ځايي وخت پای ته ورسیږي.

د دغه اوربند په اساس، حماس تر دې دمه ۳۹ یرغمل شوي او اسرائيل ۱۱۷ فلسطینیان خوشي کړي دي. د حماس ډلې هم د اوسنیو شرایطو په اساس اوربند تائید کړی دی.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتوني ګوتېرش دا کار ستایلی دی او ویلي دي چې "دا د جګړې د تیارو په منځ کې د هیلې او انسانیت یو څرک" دی.

قطر د امریکا او مصر په مرسته د حماس او اسرائیل ترمنځ مذاکرات پیل کړي دي. په همدې حال کې د اسرائیل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو دفتر وايي‌ چې هغو کورنیو ته یې خبر ورکړی، چې غړي به یې د حماس له بند څخه ازاد کېږي.

د اروپايي ټولنې مشر جوسیپ بوریل او د ناټو مشر ینس ستولتنبرګ هم د دغه اوربند غځېدل غواړي.

حماس د اکتوبر په اوومې نېټې په اسرائيل باندې بریدونه وکړل، اسرائيلي مقامات وايي په دغو بریدونو کې ۱۲۰۰ اسرائیلیان وژل شوي او حماس ۲۴۰ تنه یرغمل کړل. په غزه کې د روغتیا وزارت مقامات وايي چې د اسرائیل په بریدونو کې څه باندې ۱۲۰۰۰ خلک وژل شوي دي چې اکثریت یې ولسي خلک دي. کومې خپلواکې سرچېنې دا ارقام نه دي‌ تائید کړي.