جنرال میلي: د افغانستان د راتلونکې په هکله وړاندوینه امکان نلري

جنرال میلي ویلي چې د امریکایي عسکرو تر وتلو وروسته د افغانستان د سرنوشت په هکله وړاند وینه امکان نلري.

د امریکا د لوی درستیزانو د کميټې مشر جنرال مارک میلي وایي د افغانستان نه د امریکایي عسکرو تر وتلو وروسته د هغه هیواد د سرنوشت په هکله وړاندوینه امکان نلري.

جنرال میلي په امریکا کې په یوې غونډې کې خبرداری ورکړی چې تر ټولو ناوړه سنارویو به د افغانستان د حکومت سقوط وي.

دې امریکایي لوړپوړي جنرال پخپلو خبرو کې وویل، " دا چې هلته به د امریکایي عسکرو تر وتلو وروسته څه کیږي، څو نتیجې امکان لري چې ځینې خرابې او ځینې یې لږې خرابې دي. تر ټولو ناوړه تحلیل به دا وي چې حکومت او پوځ احتمالي سقوط وکړي. کورنۍ جګړه پیل شي او بشري ناورین رامنځ ته شي."

خو د امریکا د پوځ عمومي درستیز وویل تر ټولو غوره نتیجه به د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ موافقه وي.

جنرال مارک میلي پخپلو خبرو کې همدرانګه وویل چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه کافي ډیر وخت کیږي چې د طالبانو او نورو وسله والو ډلو په خلاف د تروریزم ضد عملیات کوي او داسې هم نده چې کابل به په اتوماتیکه توګه سقوط وکړي.

هغه زیاته کړه، " افغانستان شاوخوا ۳۵۰ زره غښتلې اردو لري. پولیس او نور امنیتي ځواکونه لري. هلته حکومت شته دی. "

دي امریکایي جنرال همدرانګه وویل چې د افغانستان نه د عسکرو تر ایستلو وروسته به هم امریکا د القاعده د شبکې او نورو وسله والو ډلو چې غواړي په افغانستان کې خپل نفوذ زیات کاندي، د څارنې وړتیا ولري.

هغه وویل"مونږ د خپل هیواد د دښمنانو د څارنې او هدف ګرځولو ډیرې وړتیاوې لرو."

جنرال مارک میلي یو ځل بیا ټینګار وکړ چې په افغانستان کې پاتې ۲۵۰۰ امریکایي عسکر به د جمهور رئیس جو بایډن د پلان له مخې د همدې کال د سپټمبر د میاشتې پورې هیواد ته راستانه کړل شي.

دا امریکایي جنرال پداسې حال کې د افغانستان د حکومت د احتمالي سقوط خبردرای ورکوي چې جمهور رئيس محمد اشرف غني څه موده وړاندې ویلي و د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه د خپل هیواد د دفاع وړتیا لري.