د جرمني د دفاع وزیره: روسیه نشي کولای ناټو ته امر وکړي

د جرمني د دفاع وزیرې کرسټین لامبرشت

د جرمني د دفاع وزیره وایي چې روسیه نشي کولای د ناټو شریکانو ته امر وکړي چې د سیمې د امنیت په هکله څه ډول دریځ خپل کړي.

د جرمني د دفاع وزیرې کرسټین لامبرشت نن د ډسمبر په ۱۹ (لیندۍ ۲۸) په لیتوانیا کې د خبرو پر مهال وویل چې: "مونږ باید د روسیې د امنیتي وړاندیزونو په اړه د یو بل سره خبرې وکړو".

د روسیې په وړاندیزونو کې اوکراین ته په اشارې ویل شوي چې ددې هیواد د امنیت لپاره لازمي دي چې ناټو اجازه ورنکړي چې بل هیواد ددې تړون غړی شي او متحده ایالات باید د پخواني شوروي اتحاد په هیوادونو کې د پوځي اډې په نه جوړولو موافقه وکړي.

روسیه همداشان د واشنګټن سره د سمدستي مذاکراتو غوښتنه کړې؛ هغه وړاندیز چې سپینې ماڼۍ ورته مثبت ځواب ویلی.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار دوه ورځې مخکې وویل چې متحده ایالات تیار دي چې د روسیې د امنیتي غوښتنو په اړه د مسکو سره خبرې وکړي، خو امریکا به هم خپلې اندیښنې وړاندې کړي.

هغه وویل: "روسیې اوس د امریکا او ناټو د فعالیتونو په اړوند خپلې اندیښنې په میز ایښي دي. مونږ به هم د روسیې د فعالیتونو په هکله خپلې اندیښنې چې زمونږ په باور زمونږ ارزښتونو او علایقو ته زیان رسوي پر میز کیږدو."

ددغو وړاندیزونو د خپریدو وروسته اروپایي هیوادونو د هغه په وړاندې غبرګونونه وښودل.

د لیتوانیا د دفاع وزیر هم نن د خپلې جرمني سیالې سره په لیدنه کې وویل چې د روسیې د وړاندیزونو په اساس عمل کول ناممکن دي او اروپایي هیوادونه باید هغه رد کړي.

له دې څخه دمخه د بریټانیا صدراعظم بوریس جانس ژمنه کړې چې د اوکراین په وړاندې د روسیې د اقدام په وړاندې به د خپل ټول اقتصادي او دپلوماتیک زور څخه کار واخلي.

هغه همداشان ویلي چې د اوکراین سره په پوله د روسیې د پوځونو ځای پر ځای کیدل "په ژوره توګه د اندیښنې وړ" دي.

لویدیځ هیوادونه تور لګوي چې روسیه پر اوکراین باندې د برید لپاره تیاری نیسي او په همدې خاطر یې خپل شاوخوا ۱۰۰زره ځواکونه د دې هیواد سره په پوله ځای پر ځای کړي دي.

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین، ددغو تورونو په ردولو سره ناتو د کړکیچ په زیاتولو تورنه کړې ده او په ختیځه اروپا کې ددې تړون د نه پراخیدو د حقوقي ضمانت لټه یې کړې ده.