د لاس رسي وړ اتصالات

امریکایي قانون جوړونکو اوکراین ته د وسلو د ورکړې او پر مسکو د بندیزونو غوښتنه کړې


عکس کې روسي عسکر له وسلې سره لیدل کیږي
عکس کې روسي عسکر له وسلې سره لیدل کیږي

یوه ډله امریکایي قانون جوړونکو د سه شنبې په ورځ ډسمبر ۱۴ (لیندۍ ۲۳) پر روسیې د بندیزونو د وضع کیدو او اوکراین ته د وسلو د ورکړې غوښتنه کړېده.

امریکایي قانون جوړونکو ویلي شویو اقداماتو ممکن تر اوسه ولسمشر پوټین پر اوکراین له برید څخه نه وي منصرف کړی.

دریو امریکایي قانون جوړونکو چې ټول پخواني پوځیان هم دی د شنبې او یکشنبې په ورځو اوکراین ته‌ په سفر کې وویل هغوی په دې باور دي چې پوتین د برید په اړه جدي دی ځکه په لس ګونه زره روسیي پوځیان د اوکراین پولې ته نږدې ځای پرځای شوي دي.

د استازو د مجلس دیموکرات غړي سټ مولټن خبریالانو ته وویل:"موږ باید د پوتین د تحریک کولو پرځای د هغه د مخنیوي لپاره ډیر اندیښمن ووسو."

د امریکا جمهور رئیس جوبایډن تیره اوونۍ د روسیې له جمهور رئیس سره په ټلفوني اړیکه کې خبرداری ورکړ که مسکو پر اوکراین برید وکړي روسیه به له داسې بندیزونو سره مخ شي چې هیڅ وخت یې لیدلي نه وي.

د استازو د مجلس جمهوري غوښتونکي استازي مایک والتز وویل امریکا باید د بې ثباتۍ له امله له وړاندې بندیزونه لګولي وای.

ښاغلي والتز وویل:"فکر کوم چې د برید وروسته به سخت اقدامات د پوتین پر محاسباتو ډیر لږ تاثیر وکړي."

نوموړي د بایډن له حکومت څخه وغوښتل چې له پروسیجرونو پرته دې د مزایلو د هوایي دفاعي سیستم په ګډون اوکراین ته وسلې واستوي.

د استازو د مجلس بل دیموکرات غړي روبن ګالیګو وویل اوکراین کولی شي پوتین له برید څخه منصرف کړي او هغه ته ووایي‌ چې برید به خونړی او اوږد وي.

خو د امریکا د جمهور رئیس په شان امریکایي قانون جوړونکو هم د عسکرو استول رد کړل.

پوټین د ۲۰۱۴ کال د تظاهراتو راهیسې چې له مخې یې د هغه هیواد جمهور رئیس ویکټور یانوکویچ له دندې لیرې شو پر کیف فشارونه زیات کړي‌ دي. یانوکویچ له لودیځ سره د نږدیوالي په اړه د خلکو د غوښتنو په وړاندې مقاومت کړی وو.

د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین د سه شنبې په ورځ وویل غواړي له امریکا او ناټو سره، اوکراین ته د ناټو د غړیتوب د نه ورکولو د تضمین په ګډون د روسیې د امنیت په اړه عاجلې خبري‌ وکړي

XS
SM
MD
LG