جرمني په افغان ښځو او نجونو باندې د طالبانو محدودیتونه وغندل

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالنا بایربوک وویل چې طالبان افغانستان د ښځو او نجونو لپاره په یو ډیر خطرناک ټولنیز سیاه‌ چال باندې بدلوي. (عکس ارشیف).

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې په افغانستان کې ښځو او نجونو باندې د طالبانو د محدودیتونو پر دوام نیوکه کړې او ویلي دي چې ددغې ډلې دا اقدامات به بې پایلو پاتې نه شي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالنا بایربوک د سه شنبې په ورځ مارچ څلورم ( کب ۱۴) په برلین کې د مدني ټولنې او د ښځو د حقونو د افغان ښځینه فعالانو یوې مشورتي غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې طالبانو افغانستان د ښځو او نجونو لپاره په یو ډیر خطرناک ټولنیز ځای بدلوي.

په دې غونډه کې د لسګونو افغان ښځینه فعالانو د ګډون سربیره افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنیټ هم ګډون کړی وو.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالنا بایربوک وویل: "مونږ به په ګډه طالبانو ته یو څرګند پیغام واستوو: ستاسو اقدامات به بې پایلو نه اوسي".

د جرمني د حکومت دغې لوړپوړې چارواکي په خپله وینا کې یو ځل بیا د افغانستان له خلکو په ځانګړي ډول ښځو څخه د خپل حکومت پر ملاتړ ټینګار وکړ او ویې ویل چې جرمني تل د افغان میرمنو او نجونو او هغو زیانمنوونکو کسانو په څنګ کې ولاړه ده چې د میرمن بایربوک په وینا په افغانستان کې د طالبانو تر ګواښ لاندې دي.

میرمن بایربوک افغانانو سره د روغتیايي مرستو په ګډون د جرمني د بشري مرستو د دوام ډاډ ورکړ.

د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته جرمني له افغانستان څخه شاوخوا ۳۶ زره هغه افغانان چې ژوند یې د ګواښ سره مخ وو، دغه هیواد ته انتقال کړي دي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې وویل: "مونږ ممکن ( طالبانو محدودیتونه) د ټولنیزې بې درکه کولو یا د بشریت پر وړاندې جنایت یا هم د جنسیت پر بنسټ د ځورنې نوم ورکړو، خو زه پوهیږم چې ستاسو ډیر هغه د جنیست پر بنسټ تبعیص نوموي. خو څرګند حقیقت دادی چې هیڅ یوه اصطلاح په یوازې ډول دا جرمونه نشي بیانولی".

د طالبانو حکومت په تیرو څه باندې دریو کلنو کې په افغانستان کې واک ته د بیا رسیدلو راهیسې پر ښځو او نجونو باندې په پرله پسې ډول محدودیتونه لګولي دي.

طالبانو د لومړنۍ دورې څخه په پورته دورو او پوهنتونونو کې د نجونو او ښځو پر زده کړو بندیز لګولی او هم یې د ملګرو ملتونو د ادارو په ګډون په دولتي او غیر دولتي موسسو کې د هغوی پر کار بندیز لګولی دی.

ددې سربیره طالبانو پر ښځو او نجونو باندې له کور څخه بهر د سفر او حمامونو، ورزشي کلپونو او سینګارتونونوته د تګ د بندیزونو په ګډون یو شمیر بندیزونه لګولي چې ورسره ښځې او نجونې په عام ژوند کې څنډې ته شوي دي.

طالبانو حکومت د جرمني د بهرنیو چارو د وزیرې دغو څرګندونو ته لا غبرګون نه دی ښودلې، خو طالبانو د دغو محدودیتونو د لیرې کولو لپاره د نړیوالې ټولنې غوښتنو ته تراوسه هیڅ مثبت ځواب نه دی ورکړی. طالبان ادعا کوي چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو ټولو حقونو پلي کیدو ته ژمن دي.

د جرمني د بهرنیو چارو د وزیرې ددغو څرګندونو یوه ورځ دمخه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا عالي کمیشنر ولکر ترک هم په افغانستان کې د ښځو او نجونو سره د طالبانو پر کړنو باندې انتقاد کړی وو او ویلي و چې په دغه هیواد کې د ښځو پر وړاندې توپیري چلند د طالبانو د حکومت په ملاتړ ترسره کیږي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونود شورا عالي کمیشنر د مارچ درېیم( کب ۱۳) دغې شورا ۵۸ غونډې ته په وینا کې وویل چې په افغانستان کې ښځې او نجونې د خپلو اساسي حقونو څخه محرومې شوي دي.