د لاس رسي وړ اتصالات

جاپان د طالبانو له پلاوي څخه غوښتي چې بشري حقونو ته درناوی وکړي


د طالبانو د امر بالمعروف مسئولین په هرات کې موټر تالاشي کوي (د ارشیف عکس)
د طالبانو د امر بالمعروف مسئولین په هرات کې موټر تالاشي کوي (د ارشیف عکس)

جاپان د چهارشنبې په ورځ، فبروري ۱۹ (کب اوله)، وویل دغه هېواد ته تللي د طالبانو له یو لوړپوړي پلاوي څخه یې غوښتي چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې بشري حقونو ته درناوی وکړي.

د جاپان پایتخت توکیو کې د نیپون په نوم غیرانتفاعي بنسټ فرانس پرس ته وویل چې د طالب چارواکو پلاوی د یوې اونۍ لپاره ددغه بنسټ له لورې جاپان ته بلل شوی دی.

په ۲۰۲۱ کې په افغانستان کې د بیاواکمن کېدو راهیسې دا د طالبانو د حکومت د یو پلاوي له لوري جاپان ته لومړنی سفر دی.

د جاپان د بهرنیو چارو وزارت یو چارواکي فرانس پرس ته وویل چې ددغه وزارت د منځني ختیځ او افریقا د چارو مشر توشیهیدي اندو د سه شنبې په ورځ د طالبانو د پلاوي سره وکتل او "هغوی یې وهڅول چې بشري حقونو ته درناوی وکړي او یو ټولشمول سیاسي بهیر ته وده ورکړي."

طالبانو په افغانستان کې له شریعت څخه د خپل تفسیر له مخې قوانین وضع کړي او په دغه هېواد کې په عام محضر کې تورنو کسانو ته د سزاګانو ورکول بیا پیل شوي دي.

طالبانو همدارنګه ښځې له زده کړې، کار او د ټولنیز ژوندانه په ډیرو برخو کې له ګډون څخه منع کړي او ملګرو ملتونو دغه وضعیت "جنسیتي اپارتاید" بللی دی.

د جاپان د بهرنیو چارو وزارت مسئولینو ندي ویلي چې د طالپانو په پلاوي کې څوک شامل دي خو د افغانستان په رسنیو کې راغلي چې په دغه پلاوي کې د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو او بهرنیو چارو د وزارتونو مسئولین شامل دي.

د طالبانو مقاماتو د روسیې او چین په ګډون د مرکزي اسیا او سیمې نورو هېوادونو ته مکرر سفرونه کړي دي. طالبانو همدارنګه په ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو کې په ناروې کې په سیاسي غونډو کې د ګډون لپاره پلاوي لیږلي دي.

په ۲۰۲۱ کې د افغانستان د تیر حکومت له سقوط وروسته جاپان خپل سفارت په موقته توګه له کابل څخه قطر ته ولیږداوه، خو وروسته یې د ډیپلوماتيکي او بشري چارو لپاره په کابل کې خپل سفارت بیرته پرانیست.

جاپان ته د طالبانو د پلاوي د سفر تنظیموونکي نیپون بنسټ "په افغانستان کې په ښځو او ماشومانو باندې تحمیل شوي سخت شرایط" په ګوته کړي دي.

دغه بنسټ جاپان ته د طالبانو د پلاوي د بلل کېدو د اړتیا په اړه فرانس پرس ته وویل: "موږ غوښتل چې دوی [طالبان] د اړمنو خلکو لپاره د نړیوالې ټولنې پراخ بشري ملاتړ ته اړتیا ومني."

د جاپان د حکومت ویاند یوشیماسا هیاشي د دوشنبې په ورځ وویل، د یو غیرانتفاعي بنسټ له لورې د طالبانو د پلاوي جاپان ته د بلل کیدو نوښت "ګټور ګام دی او د جاپان د حکومت د هغو هڅو ملا تړي چې غواړي د نړیوالې ټولنې سره په همغږۍ له طالبانو څخه د بدلون غوښتنه کوي."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG