جرمني د جوماتونو د مالي منابعو د شفافیت لپاره هڅه کوي

د جرمني د دویسبورگ ښار په جومات کې د اختر لمونځ

د جرمني حکومت وایي له یو شمیر هیوادونو سره خبرې کوي چې پدې هیواد کې د بهر څخه د جوماتونو مالي تمویل شفاف شي.

د جرمني حکومت وایي پدې کار سره به د سخت دریځو تاسیساتو سره د مالي مرستو مخه هم ونیول شي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویاند کرستوفر بورگر د جمعې په ورځ (دسمبر ٢٨) وویل چې هیواد یې د تیر کال راهیسې د کویټ سره پدې هکله همکاري کوي چې په جرمني کې یې د پروژو مالي لگښت "په سمه او بشپړه" توگه وارزوي.

ښاغلي بورگر دا ونه ویل چې هیواد یې له کومو هیوادونو سره خبرې کوي، خو زیاته یې کړه چې دا محرم دیپلوماتیک بحثونه دي.

د 'زوددویچیشه سایتونگ' په گډون جرمني رسنیو رپوټ ورکړی چې ددې هیواد د بهرنیو چارو وزارت له سعودي عربستان، قطر او یو شمیر نورو هیوادونو غوښتي چې په جرمني کې د خپلو پلان کړیو مذهبي تاسیساتو د مالي مرستو په هکله رپوټ ورکړي.

د جرمني د کورینو چارو وزیر هورسټ سیهوفر ویلي هیله لري چې په هیواد کې یې جوماتونه څومره چې ممکن وي د بهرنیو مالي مرستو نه خلاص او مستقل شي.

ښاغلي سیهوفر د روان کال په جون کې د دندې د پیل پر وخت ویلي وو چې د اسلام دین د جرمني سره هیڅ تعلق نشته او د مهاجرو لپاره یې نوي سخت قوانین جوړ کړيدي.

ښاغلي سیهوفر زیاته کړې وه چې هغه به د جرمني نه د مهاجرو د شړلو لپاره یو لوی پلان معرفي کړي او د مهاجرینو د قبلولو لپاره به د خوندي ملکونو یو لسټ جوړ کړي.