د لاس رسي وړ اتصالات

اسلام په جرمني پورې اړه نلري - جرمن وزیر


د جرمني د کورنیو چارو نوی وزیر هورست سیهوفر
د جرمني د کورنیو چارو نوی وزیر هورست سیهوفر

د جرمني د کورنیو چارو نوي وزیر هورسټ سیهوفر ویلي چې د اسلام دین د جرمني سره هیڅ تعلق نشته او د مهاجرو لپاره یې نوي سخت قوانین جوړ کړيدي.

ښاغلي سیهوفر تیره اونۍ د کورنیو چارو د وزیر په توگه د خپلې دندې لوړه کړیده او دا یې لمړنۍ مرکه وه. هغه دغه خبرې په داسې وخت کې کړیدي چې د هغوي سیاسي گوند ته سختدریځه ښي لاسې سیاسي گوند ستونزې پیدا کړیدي.

د یادونې وړ ده چې د هغه دغه څرگندونې د جرمني د صدراعظمې اینگلا مرکل د فکر مخالفه دي. اغلې میرکل د جمعې په ورځ ویلي و چې اسلام د جرمني برخه ده. په دغه ملک کې په تاریخي توگه د عیسویانو او یهودانو اکثریت پاتې شویدی.

ښاغلی سیهوفر چې د انگلا مرکل د سي ایس یو د بایرن ایالت د ایئتلاف غړی دی، دغه څرگندوي یې د سختدریځه ښي لاسې ډلې فکر ته ورته والی لري.

ښاغلي سیهوفر وویل چې هغه به د جرمني نه د مهاجرو د شړلو لپاره یو لوی پلان معرفي کړي او د مهاجرینو د قبلولو لپاره به د خوندي ملکونو یو لسټ جوړ کړي.

سیهوفر کوښښ کوي چې د عمومي انتخاباتو نه مخکې وښیي چې د هغوي سیاسي گوند د مهاجرت مسلې ته جدي پام کوي.

په بایرن ایالت کې به د اکتوبر په میاشت کې انتخابات وشي. داسې امکان شته چې د جرمني سختدریځه ښې لاسې سیاسي گوند اې ایف ډي به هم په انتخاباتو کې څوکۍ وگټي.

XS
SM
MD
LG