یوه ورځ وروسته تر دې چې په ایران کې چارواکو په خټه ایرانی جرمنی سیاسي مخالف، جمشید شارمهد اعدام کړ، د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د ایران لپاره خپل سفیر بیرته وروغوښت.
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت سه شنبه اکټوبر ۲۹ ( لړم اتمه) د اکس په ټولنیزې شبکې کې لیکلي چې سفیر مارکاس پوټزل یې د سلا مشورو لپاره هیواد ته ورغوښتی او همدرانګه په برلین کې د ایران سفیر احضار کړی و چې د شارمهد اعدام کیدو باندې خپل اعتراض ورته څرګند کړي.
د وزارت په اعلامیې کې راغلي، " مونږ د ایران د رژیم کړنې پر ضد خپل تر ټولو سخت اعتراض استولي دي او د نورو اقداماتو کولو حق لرو".
د وزارت په اعلامیې کې پدې هکله څه ندي ویل شوي چې جرمني به د ایران دې کړنې په مقابل کې نور څه وکړي خو په ۲۰۲۳ کال کې چې محکمې شارمهد د اعدام په سزا محکوم کړ، برلین هم د ایران دوه دیپلوماتان وشړل.
شارمهد د جرمني تر څنګ د ایران تابعیت هم درلود او په متحده ایالاتو کې د دایمي اوسیدو اسناد ( ګرین کارت) یې هم درلود.
د ایران په دولتي مطبوعاتو کې ویل شوي چې دا سیاسي مخالف د ترهګرۍ ضد تورونو کې محکوم شوی و او تیره ورځ په زندان کې په دار وځړول شو.
د جرمني د اعتراضو په بدل کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د شارمهد سره د جرمني ملاتړ ددې هیواد ملاتړ د قانون حاکمیت ته د درناوي، د بشري حقونو خوندیتوب او ترهګرۍ پر ضد د مبارزې ادعاوو سره په ټکر کې ده.
خو ها خوا بیا د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بایرباک د دې سیاسي مخالف اعدام کیدل په سختو ټګو غندلي دي او دا یې هم ویلي چې ایراني چارواکو شارمهد له دوبۍ څخه تښتولی او پرته لدې چې په عادلانه توګه محکمې ته وړاندې شي، وژل شویدی.
میرمن بایرباک همدرارنګه ویلي چې د ایران حکومت ته یې په ډاګه کړې چې د جرمني اتباعو اعدام کیدل به جدي عواقب ولري.
متحده ایالاتو هم ویلي چې ایران اعدامونه پداسې بڼې تر سره کوي چې بشري حقونه پکې پایمالیږي.
ایراني چارواکو په شارمهد چې د اوسني حکومت سیاسي مخالف و دا تور لګولی و چې په ۲۰۰۸ کال کې یې د شیراز په ښار کې یو جومات کې د چاودنې اصلي طرح جوړه کړې وه خو د هغه کورنۍ دا تورنه په سختۍ سره رد کړیدي.
سره لدې چې پدې هکله نور جزیات ندي ورکړل شوي خو د بخښنې نړیوال سازمان معلوماتو له مخې د ایران استخباراتي ادارې د ۲۰۲۰ کال د اګست میاشتې په لومړۍ نیټې اعلان کړی و چې د "امام زمان نامعلومو سرتیرو" تر پیچلو عملیاتو وروسته شارمهد ونیوه.
د ایران استخباراتي ادارې ویلي چې د متحده ایالاتو او اسرائیل استخباراتي ادارو د شارمهد ډیر ملاتړ کاوه او دا یې هم ویلي چې هغه یې د پیچلو عملیاتو د لارې دیته هڅولی و چې ایران ته ولاړ شي او هلته ونیول شو.
د بخښنې نړیوال سازمان په ګډون بشري حقونه وایي چې تر چین وروسته ایران په نړۍ کې دویم هیواد دی چې هر کال پکې ډیر کسان اعدامیږي.
د ایران د بشري حقونو ادارې چې مرکز یې په ناروې کې دی ویلي چې په روان میلادي کال کې په ایران کې تر دې دمه ۶۲۷ تنه اعدام شویدي