د لاس رسي وړ اتصالات

ایران کې په خټه ایرانی جرمنی جمشید شارمهد اعدام شو


په ایران دولتي مطبوعاتو ویلي چې ددې هیواد چارواکو دوشنبه اکټوبر ۲۸ (لړم اوومه) ایراني الاصله جرمنی تبع، جمشید شارمهد چې د ترهګرۍ په تورونو محکوم شوی و، اعدام کړی.

د میزان خبري اژانس په راپور کې ویل شوي چې شارمهد په سیمه ایز وخت سهار مهال په دار وځړول شو خو د ځای په هکله یې څه ندي ویلي.

ایراني چارواکو په شارمهد چې د اوسني حکومت سیاسي مخالف و دا تور لګولی و چې په ۲۰۰۸ کال کې یې د شیراز په ښار کې یو جومات کې د چاودنې اصلي طرح جوړه کړې وه خو د هغه کورنۍ دا تورنه په سختۍ سره رد کړیدي.

دا سیاسي مخالف چې ۶۸ کاله عمر یې درلود، په متحده ایالاتو کې یې ژوند کاوه او د ایران شاهي اتحادیې په نامه سازمان ویاند و. دا اتحادیه غواړي چې په ایران کې دې هماغه شاهي رژیم بیرته ژوندی چې په ۱۹۷۹ میلادي کال کې د اسلامي انقلاب څخه وړاندې برحال و.

د شارمهد کورنۍ وایي ایراني چارواکو دی په ۲۰۲۰ کال کې له دوبۍ څخه تښتولی و.

سره لدې چې پدې هکله نور جزیات ندي ورکړل شوي خو د بخښنې نړیوال سازمان معلوماتو له مخې د ایران استخباراتي ادارې د ۲۰۲۰ کال د اګست میاشتې په لومړۍ نیټې اعلان کړی و چې د "امام زمان نامعلومو سرتیرو" تر پیچلو عملیاتو وروسته شارمهد ونیوه.

ایراني چارواکو هغه په ځمکې کې د فساد خپرولو له کبله په مرګ محکوم کړی و.

د ایران استخباراتي ادارې ویلي چې د متحده ایالاتو او اسرائیل استخباراتي ادارو د شارمهد ډیر ملاتړ کاوه او دا یې هم ویلي چې هغه یې د پیچلو عملیاتو د لارې دیته هڅولی و چې ایران ته ولاړ شي او هلته ونیول شو.

دې سیاسي مخالف د ایران تر څنګ د جرمني تابعیت درلود او په متحده ایالاتو کې یې هم د دایمي اوسیدو سند ( ګرین کارت) درلود.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بایرباک ویلي چې لدې اعدام څرګندیږي چې په تهران کې څه ډول "غیر انساني رژیم" واکمن دی.

میرمن بایرباک پرته لدې چې نور جزیات ورکړي دا خبرداری ورکړی چې په ایران کې د جرمني اتباعو اعدام کیدل به د تهران لپاره ناوړه عواقب ولري.

د بخښنې نړیوال سازمان په ګډون بشري حقونه وایي چې تر چین وروسته ایران په نړۍ کې دویم هیواد دی چې هر کال پکې ډیر کسان اعدامیږي.

د ایران د بشري حقونو ادارې چې مرکز یې په ناروې کې دی ویلي چې په روان میلادي کال کې په ایران کې تر دې دمه ۶۲۷ تنه اعدام شویدي

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG