جرمني: د کروناویروس د واکسین جوړول ښایي کلونه وخت ونیسي

د جرمني د روغتیا وزیر وایي چې د کروناویروس د واکسین جوړول او پراختیا ورکول ښایي څو کاله وخت ونیسي، خو د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ ویلي دي چې دغه کار به د روان کال تر پایه وشي.

د جرمني د روغتیا وزیر ینس شپان وویل چې د نورو واکسینونو د جوړولو په هکله د تیرو تجربو په پام کې نیولو سره د کروناویروس لپاره د واکسین جوړول به کلونه وخت ونیسي.

هغه زیاته کړه: "د واکسینونو پرمختیا په طبابت کې یو له ستونزمنو او له چلنج ډکو کارونو څخه دي."

خو د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس پدې هکله خوشبینه دی.

هغه په خپله یوه وروستۍ مرکه کې د فاکس نیوز تلویزیون ته وویل: "مونږ ډیر ډاډه یو چې د کال تر پایه به د کروناویروس واکسین ولرو."

لومړی د امریکا متحده ایالاتو او بیا بریتانیا ازمایشي واکسینونه تطبیق کړي دي، خو تر اوسه نده څرګنده شوې چې دغه واکسینونه به ګټور ثابت شي او که نه.

دا پداسې حال کې دي چې په یوه څیړنه کې چې په ۱۰۶۳ بیمارانو ترسره شوې لیدل شوي چې د"ریمدیسیویر" په نامه درمل د ناروغانو د درملنې موده ۳۱ فیصده لنډه کړې ده.

د امریکا د متحده ایالاتو د ساري امراضو د څیړنې د انستیتوت رئیس انتوني فوچي وویل: "څه چې ثابت شوي هغه دا دي چې یو درمل کولای شي دغه ویروس ودروي...دا به د درملنې معیار وي او د درملنې بله هره لار باید د ریمدیسیویر په وړاندې او یا د هغه سره یوځای وازمایل شي."

کروناویروس د تیر کال د دسمبر په میاشت کې د چین د هوبي ولایت په ووهان ښار کې پیدا شوشو او تر اوسه د نړۍ ۱۸۷ هیوادونو او سیمو ته خپور شوی او په یو وژونکې وبا اوښتی دی.

د امریکا د جانز هاپکینز د پوهنتون د شمېرو له مخې د دوشنبې د ورځې تر سهاره (واشنګټن ډي سي وخت) مۍ څلورمې (غوایي ۱۵) پورې په نړۍ کې ۲۴۷ زره کسان د کروناویروس په وجه مړه شوي او څه دپاسه درې میلیونه او ۵۱۹ زره کسان پرې اخته شوي دي.