ایران ته د پیسو د انتقال په وړاندې د جرمني د مرکزي بانک جدي اقدام

د جرمني مرکزي بانک

د جرمني مرکزي بانک په هغه هیواد کې د پیسو د لیږلو شرایط پداسې حال کې بدل کړل چې ایران د هغو پیسو د استلو په لټه کې دی چې د جرمني د هامبورگ په یو بانک کې یې لري.

د جرمني مرکزي بانک دغه اقدام پداسې حال کې کوي چې د امریکا متحده ایالاتو پر خپلو اروپایي متحدینو باندې فشار راوړی چې د تهران پر وړاندې جدي اقدامات وکړي. خو د جرمني حکومت تر اوسه د هغه هیواد د مرکزي بانک وړاندیز منلی او یا رد کړی ندی. حکومت ویلي دي چې دغه بدلون څیړي.

تهران هڅه کوي چې ۳۵۳ میلیون ډالر چې د ایران-اروپا په تجارتي بانک کې یې لري ایران ته انتقال کړي.

په جرمني کې د امریکا د متحده ایالاتو سفیر ریچارد گِرنل، د شنبې په ورځ وویل چې امریکا د جرمني د حکومت نه مننه کوي چې د ایران په وړاندې د جدي اقدام کولو اړتیا یې درک کړې ده، ځکه ددغه دیپلومات په وینا "ځکه چې د اروپا په گوټ گوټ کې د ایران شیطاني فعالیتونه زمونږ د مخ په زیاتیدونکې اندیښنې وړ دي".

پدې ترڅ کې د فرانسې خبري اژانس د Iran Air د هوایي شرکت له قوله د شنبې په ورځ رپوټ ورکړ چې ددې شرکت مقامات هغه پنځه الوتکې چې د ایټالیا نه یې اخیستي د امریکا د بندیزونو د پلي کیدو دمخه سبا د یکشنبې په ورځ د ایران په مهرآباد هوایي ډگر کې دې شرکت ته تسلیمیږي.

دغه الوتکې د هغو ٢٠ الوتکو د قرارداد یوه برخه ده چې د ٢٠١٧ کال په اپریل کې اخیستل شوي دي او اته الوتکې یې دمخه ایران ته ورکړل شوي دي.

د ایران او غربي هیوادونو ترمنځ له اټومي موافقې وروسته یو شمیر ایربس الوتکې ایران ته ورکړل شوې

ایران د اټومي د موافقې او د بندیزونو د لرې کیدو وروسته شاوخوا ٣٠٠ کوچنۍ او سترې الوتکې د اروپا د ایربس او د امریکا د بوئینگ له شرکتونو اخیستي دي.

پر ایران باندې د امریکا په نویو بندیزونو کې د پیسو او خامو موادو د انتقال بندول او د اروپایي او امریکایي شرکتونو نه د تجارتي الوتکو د اخیستلو مخنیوی شامل دی.

همداشان د تیلو او غازو پر صادراتو او د ایران د مرکزي بانک په سکتور باندې بندیزونه د روان کال د نوامبر په پنځمه پلي کیږي.