د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا غواړي د ایران د تیلو عاید 'صفر' کړي


ایران د 'اوپیک' په ګروپ کې د تیلو دوېم ستر تولیدونکی هیواد دی
ایران د 'اوپیک' په ګروپ کې د تیلو دوېم ستر تولیدونکی هیواد دی

امریکا په پام کې لري چې د ایران په انرژۍ او بانکي سکتورونو بیا سخت بندیزونه ولګوي.

امریکا وایي ایران باید خپل چلند بدل او د یو نورمال هیواد په څیر فعالیت وکړي. او ایران امریکا ته خبردارې ورکوي چې که د ایران د تیلو صادرات محدود شي، نو د ټولې سیمې د تیلو صادراتو وضعیت به خراب شي. په بیاځلي بندیزونو کې د ایران اقتصادي سکتور اصلي هدف دی. پدې کې د ایران انرژي، د سونګ موادو تولیدي سرچینې او مالي سکتورونه شامل دي.

په ایران بیاځلي بندیزونه
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:18 0:00

متحده ایالاتو د ۲۰۱۸ کال د می میاشتې د اتمې نیټې راهیسې ټولو هغو شرکتونو او افرادو ته چې د ایران دننه مشارکتي کاروبارونه لري، تر ۹۰ ورځو مهلت ورکړې چې هرڅه ژر خپل تجارتي فعالیتونه محدود کړي او د ایران سره راکړه ورکړه بنده کړي. ددی مهلت پنځه پنځوس ورځې تیرې شوي دي.

د جمهور رئیس ټرمپ حکومت د ایران د اتومي موافقې تر وتلو وروسته، د ټولو هغو بندیزونو په بیا لګولو ټينګار کوي چې د ملګروملتونو د امنیت شورا د ۲۰۱۵ کال د اتومي موافقې کولو مخکې پر ایران لګولي وو.

اروپايي اتحادیه تراوسه پدې غور کوي چې د امریکا په غیر د ایران سره په څه ډول اړیکه ولري.
اروپايي اتحادیه تراوسه پدې غور کوي چې د امریکا په غیر د ایران سره په څه ډول اړیکه ولري.

کله چې په تیره می میاشت کې د ایران له نړیوالې موافقې ووتله، امریکا دیته تیاره شوه چې په ایران بیا سخت بندیزونه ولګوي، او نور هیوادونه او شرکتونه يي هم تشویق کړل چې پدې اقدام کې ورسره ملګري شي.

د امریکا د بهرنیوچارو په وزارت کې د پالیسۍ جوړولو رئیس برائن هوک امریکاغږ ته وویل په انرژۍ د محدودیتونو برخه کې د امریکا هدف دادی چې د ایران په رژیم فشارونه زیات شي او د خامو تیلو عواید يي صفر ته تقرب وکړي. د هوک په وینا اوس وخت په نړیوال بازار کې د بی ثباتۍ د کچې په نهايي کمولو کوشش کوي، خو وایي امریکا پدې یقیني ده چې په نړیواله کچه د تیلو کافي تولیدي ظرفیت موجود دی. هوک وایي پنځوسو نړیوالو شرکتونو موافقه کړې چې د ایران نه به وځي.

په بیاځلي بندیزونو کې د ایران اقتصادي سکتور اصلي هدف دی.
په بیاځلي بندیزونو کې د ایران اقتصادي سکتور اصلي هدف دی.

خو د ایران جمهور رئیس حسن روحاني د دوشنبې په ورځ (جولای۲) په سویس کې بهر میشتو ایرانیانو ته وویل چې که چیرته امریکا خپل متحدین پدې قانع کړي چې د تهران تیل وانخلي، نو د ټولې سیمې د تیلو صادرات به ستونزمن شي. ښاغلي روحاني په اخطاریه ژبه وویل چې که د ایران د تیلو صادرات بند شي نو امریکا به يي بد عواقب وویني.

سره لدې چې د ایران دننه د اقتصادي ستونزو له امله د حکومت ضد مظاهرې روانې دي، په تهران کې د اوسني نظام خلاف بهر میشتو ایرانیانو هم په پاریس کې د "آزاد ایران لاریون" په نوم مظاهرې کړي. د جمهور رئیس ډانلد ټرمپ یو حقوقي سلاکار رودي جولیاني وایي پلان شویو بندیزونو دمخه خپل اغیز کړې دی او وایي دا ډول لاریونونه د هغه واقعیت درناوی کول دي چې جمهور رئیس ټرمپ او د امریکا حکومت ددی لاریونونو ملاتړ کړې دی.

په تهران کې د اوسني نظام خلاف بهر میشتو ایرانیانو هم مظاهرې شروع کړې دي.
په تهران کې د اوسني نظام خلاف بهر میشتو ایرانیانو هم مظاهرې شروع کړې دي.

د ایران سره د اتومي موافقې ځنی اړخونه، لکه جرمني او فرانسه لاهم د ایران سره په موافقه کې شامل پاتی دي. د نیو مکسیکو ایالت والي بیل ریچرډسن سپارښتنه کوي چې امریکا باید د ایران د ځپلو دپاره خپل اروپايي متحدین ځان سره ملګري کړي.

ایران په ورځ کې د دوه میلیون بیرلو تیلو نه زیات صادروي په همدې وجه ایران د نړۍ د خامو تیلو د تولیدونکو هیوادونو په جمله کې دویم ستر صادرونکی هیواد دی.

د می په اتمه چې کله جمهور رئیس ټرمپ د ایران د اتومي موافقې په ارتباط خپله مستقیمه وینا وکړه، نو د ایران د حاکمه رژیم پر ضد يي د نړیوال ایتلاف او همغږه اقداماتو غوښتنه وکړه. وروسته د بهرنیوچارو وزیر مایک پامپیو په مطبوعاتي وینا کې هغه اته ټکي مشخص کړل چې په نه تطبیق يي امریکا د بیا بندیزلګولو ته اړ ایسته.

۱. د اتومي او بالستیک توغندیو جوړول او پلورل باید بند شي

۲. د حزب الله، حماس، طالبان او القاعدې په څير ترهګرو او سخت دریځو ډلو ملاتړ دی ختم شي

۳. په عام ډول د اسرائیل د تباهۍ او ورانولو د بیان ورکول دی بند کړي

۴. په سرې بحیرې او فارس خلیج کې د آزاد سفر مخه دی نه نیسي

۵. په یمن کې د حوثي یاغیانو نظامي ملاتړ او نیابتي جګړو دی لاس واخلي

۶. د امریکا او د اسرائیل په شمول د نورو متحدینو پرضد دی، سایبري حملې بندې کړي

۷. د ایراني اتباعو په مقابل کې دی د بشري حقونو د جدي سرغړونو لاس واخلي

۸. د امریکايانو په شمول د بهرنیو اتباعو د توقیف او زنداني کولو لړۍ دی ختمه کړي

ایران وایي که د تیلو صادرات يي بند شي نو امریکا به يي بد عواقب وویني.
ایران وایي که د تیلو صادرات يي بند شي نو امریکا به يي بد عواقب وویني.

ایران د امریکا لخوا ټول لګیدلي تورونه رد کړي او وایي د امریکا په غیر د نړۍ د نورو هیوادونو سره خپلې راکړې ورکړې ته دوام ورکوي.

XS
SM
MD
LG