افغانانو ته د غني ډاډ: د لا زیات تاوتریخوالي مخنیوي لپاره مشورې روانې دي

ولسمشر محمد اشرف غني

افغان لسمشر محمد اشرف غني وايي په هیواد کې د لا زیات تاوتریخوالي مخنیوي لپاره یې سلا مشورې پيل کړي دي.

ښاغلي غني نن شنبه اګست ۱۴ (زمري ۲۳) په هیواد کې د روان امنیتي وضعیت په اړه پیغام کې وویل چې د افغان ولسمشر په توګه یې تمرکز په دې دی چې په هیواد کې د لا زیاتې بې ثباتۍ، تاوتریخوالي او د خلکو د بېځایه کېدو مخه ونیول شي.

نوموړي زیاته کړه چې د یو تاریخي رسالت په توګه هڅه کوي چې په افغانستان روانه تپل شوې جګړه تر دې زیاتو ملکي وژنو، د تیرو ۲۰ کلونو د لاسته راوړنو د لاسه ووتلو، د عامه تاسیساتو ورانولو او تلپاتي بې ثباتۍ لامل نشي.

ښاغلي وویل: "په همدې خاطر مو په داخل دولت، سیاسي مشرانو او رهبرانو، د افغانستان خلکو د بېلابېلو اقشارو له استازو او خپلو نړیوالو همکارانو سره پراخې مشورې پيل کړي دي. په دې برخه کې مشورې په چټکۍ سره روانې دي او پایلې به یې ډېر ژر له تاسو هیوادولو سره شریکې شي."

افغان ولسمشر محمد اشرغني د هیواد د فاع په برخه کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو هڅې وستایلې او ویې ویل چې په اوسني وضعیت کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو بیا انسجام د حکومت لومړیتوب دی او په دې هکله جدي اقدامات تر لاسه لاندې دي.

نوموړي زیاته کړه چې افغانستان د تپل شوي جګړې له امله د بې ثباتۍ له جدي خطر سره مخ دی او هغه د ټول افغانستان په وضعیت خبر دی.

ولسمشر همدارنګه وویل چې تل یې د افغانستان ثبات غوښتې او ټينګار یې وکړ چې په دې برخه کې به هڅې روانې ساتي: "ماتل د افغانانو ابادي، سرلوړي او له نړۍ سره سیالي غوښتې ده او په همدې لار به خپلو هلو ځلو دوام ورکړم."

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې وسله والو طالبانو د افغانستان د یو شمېر ولایتونو د مرکزونو د نیولو ادعا کړې.