د محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله د لوړې مراسم

د افغانستان جمهوري ریاست وايي، د محمد اشرف غني د لوړې مراسم به نن دوشنبه د «کب ۱۹مه» تر ماسپښين وروسته تر سره شي.

ټاکل شوې وه چې دغه مراسم نن دوشنبه د مارچ ۹ (کب ۱۹) سهار ۹ بجې وشي، خو د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي پر خپل ټوېټر پاڼه لیکلي چې دغه مراسم به تر ماسپښين وروسته تر سره شي.

د محمد اشرف غني د لوړې مراسمو تنظیمونکي کمېسیون یوه غړي ګل پادشاه مجدي ملي ټلوېزیون ته وویل چې د محمد اشرف غني د لوړې مراسم کابل ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مایک پمپیو د سفر له امله د څو ساعتونو لپاره ځنډېدلي دي.

نوموړي زیاته کړه چې ټاکل شوې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو کابل ته د سفر پر مهال له لوړ پوړو حکومتي چارواکو او افغان سیاسیونو سره د ټاکنیزو کړکېچونو په اړه خبرې وکړي.

تر دا مهاله د امریکا د بهرنیو چارو وزارت افغانستان ته د مایک پمپیو د احتمالي سفر په اړه تبصره نه ده کړې.

د محمد اشرف غني په مشرۍ د «دولت جوړونکي» ټېم غړي داود سلطانزوی بیا ویلي چې یاد مراسم د عبدالله عبدالله له ټاکنیز ټېم سره د چنو وهلو له امله ځنډېدلي دي.

نوموړي ټینګار وکړ چې د هیواد د لوړو ګټو په خاطر له مقابل لوري سره خبرې روانې دي، تر څو ټاکنیزو کړکېچ ته د پای ټکی کېښودل شي.

پر همدې مهال د محمد اشرف غني د لوړې مراسمو تظیمونکي د هر اړخیز چمتووالي خبر ورکوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست هارون چخانسوري ویلي چې یادو مراسمو ته د ۳۵ هیوادونو او نړیوالو بنسټونو استازي بلل شوي دي.

نوموړي همدارنګه زیاته کړه چې له پاکستان څخه هم ۱۷ تنه سیاسیون دغه مراسمو ته دعوت شوي دي.

پر همدې مهال د افغانستان اجرائیه ریاست وايي، د عبدالله عبدالله د لوړې مراسمو ته هم پوره چمتووالی نیول شوی دی.

د عبدالله عبدالله د ټاکنیز ټېم ویاند فریدون خوځون ویلي چې د عبدالله عبدالله د لوړې مراسمو ته خلک راروان دي چې د نوموړي په وینا د مېلمنو تر پوره کېدو وروسته به پیل شي.

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د «ثبات او همپالنې» ټاکنیز ټکټ یو غړی فضل احمد معنوي وايي، که محمد اشرف غني د لوړي مراسم تر سره کړي عبدالله عبدالله به هم دا کار وکړي.

هغه نن دوشنبه وویل چې د عبدالله عبدالله او محمد اشرف غني استازي تر دا مهاله کومې نتیجې ته نه دي رسېدلي. معنوي دا هم وویل چې د عبدالله عبدالله د لوړې مراسم هم ځنډېدلي دي.

ښاغلي معنوي ادعا وکړه چې محمد اشرف غني هڅه کوي د یوې کودتا په شکل د لوړې مراسم تر سره کړي.

د یادې لوړې د امنیت ټینګولو په هدف په کابل ښار کې نن رخصتي ده او کلک امنیتي تدابیر نیول شي دي.

د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وايي، د روان ټاکنیز کړکېچ د هواري یوازینۍ لار د ټولو جعلې رایو لغوه کول دي.