غني او عبدالله یو بل ته د لوړې مراسمو کې د گډون بلنه ورکړې

د افغانستان جمهوري ریاست وايي، ټاکل شوې سبا دوشنبه د «کب ۱۹مه» د ولسمشر محمد اشرف غني د لوړې مراسم تر سره شي.

د ولسمشر غني د ویاند مرستیالې درانۍ وزیري نن یکشنبه «کب۱۸مه»امریکا غږ ته وویل چې د یادو مراسمو تر سره کېدو په هدف ټول ترتیبات نیول شوي دي.

پر همدې مهال د افغان حکومت اجرائیه ریاست هم د افغانستان د ولسمشر په توګه د عبدالله عبدالله د لوړې مراسمو تر سره کېدو ته د چمتووالي خبر ورکوي.

د ولسمشر غني د ویاند مرستیالې درانۍ وزیري وویل چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په دغو مراسمو کې د ګډون په هدف د بهرنیو مېلمنو لېست چمتو کړی دی چې په وینا یې زرګونه کسان به پکې ګډون وکړي.

درانۍ وزیر دا هم وویل چې د ولسمشر غني د لوړې مراسمو کې عبدالله عبدالله، پخواني ولسمشر حامد کرزي او ګڼو نورو افغان سیاسیونو ته پکې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.

اغلې وزیري زیاته کړه: "دا پروګرام به د سهار له خوا وي، په دې کې به ټول د هغو هیوادونو استازي چې دلته سفارتخانې لري او همدارنګه د نورو بهرنیو هیوادونو استازي هم ګډون ولري، دې مراسمو ته موږ خپل ټول سیاسي مشران هغه که حامد کرزی دی، که ډاکټر عبدالله عبدالله دی دې ټولو ته مو دعوت ورکړی دی."

د افغانستان جمهوري ریاست د ولسمشر غني د لوړې په مراسمو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښو غړو علي وزیري، محسن داوړ او عبدالله ننګیال ته هم په دغو مراسمو کې د ګډون بلنې استولې دي.

ټاکل شوې وه د افغانستان د ولسمشر په توګه د محمد اشرف غني د لوړې مراسم د «کب پر۸مه» تر سره شوي وای، خو وروسته ارګ وویل چې یاد مراسم یې تر پراخو مشورو وروسته د یو مصلحت په اساس د کب ۱۹مې نېټې ته وځنډول.

داسې هم ویل کېدل چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له ښاغلي غني څخه له طالبانو سره د امریکا د سولې تړون په هدف د یادو مراسمو ځنډېدو غوښتنه کړې وه.

دا پداسې حال کې دي چې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټېم ویاند فریدون خوځون نن یکشنبه امریکا غږ ته وویل چې اجرائیه ریاست د عبدالله عبدالله د لوړې مراسمو ته هر اړخیز چمتووالی نیولی دی.

ښاغلي خوځون امریکا غږ ته وویل، په دغو مراسمو کې په کور دننه او بهر ګڼو مېلمنو ته د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.

هغه وویل: "ټول چمتووالی نیول شوی دی، مېلمانه دعوت شوي دي، انشاءالله سبا به په خیر سره مراسم تر سره شي. په کور دننه ټولو سیاسي او جهادي شخصیتونو، مدني ټولنو او ګوندونو ته بلنه ورکړل شوې ده، خپله محمد اشرف غني او نورو مقاماتو ته هم دعوت ورکړل شوی دی."

د افغانستان د ټاکنو کمېسیون د فبرورۍ پر اتلسمه محمد اشرف غني د ۵۰.۶۴سلنې رایو په تر لاسه کولو سره د افغانستان د ولسمشر په توګه اعلان کړ.

خو د محمد اشرف غني نژدې سیال ډاکټر عبدالله عبدالله د ولسمشر په توګه د ښاغلي غني له ټاکل کېدو سره د مخالفت په څرګندولو سره وویل چې ټاکنې ده خپلې ګټلي دي.

عبدالله عبدالله وویل چې په ټاکنو کې د محمد اشرف غني په ګټه پراخه درغلي شوې او زیاته کړه چې دی به خپله د افغانستان د ولسمشر په توګه یو ټول شموله حکومت رامنځته کړي.

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټېم تر دا مهاله د افغانستان د دری ولایتونو لپاره له خپل اړخه والیان هم ټاکلي دي.

دا چې سبا د ډاکټر عبدالله عبدالله او ډاکټر محمد اشرف غني د لوړې مراسم پر یوه وخت څنګه تر سره شي سبا به معلومه شي.