د لاس رسي وړ اتصالات

عبدالله عبدالله د جوزجان لپاره هم له خپل اړخه والي معرفي کړ


د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټېم چې د ټول شموله حکومت رامنځته کېدو خبر یې ورکړی دی، د جوزجان لپاره هم والي معرفي کړ.

د جنبش اسلامي ګوند ویاند بشیر احمد تینج نن یکشنبه «کب څلورمه» د جوزجان د ولایتي شورا پخوانی غړی عبدالحی حیات د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټکټ له ادرسه د نوي والي په صفت معرفي کړ.

دا په داسې حال کې ده چې د سرپل د ولایتي شورا پخوانی رئیس محمد نور هم تېره ورځ د عبدالله عبدالله لخوا د سرپل د والي په صفت معرفي شو.

نن د جوزجان ولایت سلګونو اوسېدونکو هم د جنرال عبدالرشید دوستم په مشرۍ له عبدالله عبدالله څخه ملاتړ اعلان کړ.

دا په داسې حال کې ده چې اونۍ مخکې جنرال عبدالرشید دوستم ګواښ کړی و که چیري ټاکنې د دولت جوړونکي ټېم په ګټه تمامې شي موازي حکومت به اعلان کړي.

د جنبش اسلامي ګوند ویاند بشیر احمد تینج امریکا غږ ته تائید کړه چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي جوزجان ته د سفر پرمهال له جنرال عبدالرشید دوستم سره د سولې او ټاکنو پر بهیر خبرې کړي دي.

هغه په دې اړه نور جزئیات ورنه کړل.

تېره ورځ د اجرائیه ریاست ویاند امید میثم هم امریکا غږ ته وویل چې ټاکل شوې د عبدالله عبدالله لخوا د نورو ولایتونو لپاره هم والیان معرفي شي.

د افغانستان د سیمه ییز ارګانونو خپلواکې اداره بیا وايي چې مدني حرکتونه د ټولو خلکو حق دی، خو د موازي والیانو معرفي کول د افغانستان د قوانینو څخه سرغړونه ده.

د دغه ادارې ویاند سید شاه سقیم تېره ورځ امریکا غږ ته وویل چې افغان حکومت د ۳۴ ولایتونو لپاره والیان لري او ټوله خپلې دندې مخته وړي.

خو تېره ورځ د پنجشیر والي کمال الدین نظامي هم د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ټول شموله حکومت څخه ملاتړ اعلان کړ.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون تېره سې شنبه محمد اشرف غني په ولسمشریزو ټاکنو کې بریالی اعلان کړ، خو عبدالله عبدالله لږ وروسته خپلو پلویانو ته وویل چې د ټاکنو پایلې نه مني او زیاته یې کړه چې یو ټول شموله حکومت به رامنځته کړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما بیا تېره ورځ په یوې اعلامیې کې د عبدالله عبدالله لخوا د ځینو ولایتونو لپاره د والیانو پر معرفي کولو اندېښنه وښودله.

یوناما وویل چې د عبدالله لخوا په زور سره دوالیانو معرفي کول به د افغانستان د سولې بهیر له ګواښ سره مخامخ کړي.

XS
SM
MD
LG