د غني ټویټ ته د قریشي توند غبرګون

افغان ولسمشر په پاکستان کې د پښتنو د حقونو د فعالینو پر نیولو اندیښنه ښودلې، خو د پاکستان د باندنیو چارو وزیر ویلي چې غني د پاکستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي.

ښاغلي غني د پنجشنبې په ورځ ( سلواغې ۱۸ مه) په دې اړه ټویټ کړی دی. هغه د پښتون ژغورنې غورځنګ نوم نه دی اخیستی، خو په وروستیو اونیو کې د پاکستان په دغو دوو ایالتونو کې د دغه غورځنګ له خوا غونډې او لاریونونه شوي وو.

جمهور رئیس غني د خپل فیسبوک او د ټویټر په پاڼو لیکلي دي چې آن د بشري حقونو نړیوال سازمانونه، رسنۍ او حتی د پاکستان مدني او سیاسي بنسټونه هم دغه مخ په زیاتېدونکی تشدد تاييدوي او جدي اندېښنه ښيي.

ښاغلي غني ویلي "سیمه د مذهبي افراطیت او ترهګرۍ له جدي ګواښ سره مخ ده، د هر مسوول دولت اخلاقي دنده ده چې د دغه ډول مدني فعالیتونو ملاتړ وکړي، خو له بده مرغه له دوی سره برعکس چلند کېږي.په داسې وخت کې زموږ لپاره د سوله ییزو اعتراضونو او مدني فعالانو ځپل نه یوازې د ژورې اندېښنې خبره ده، بلکې ټولې سیمې ته منفي پایلې لرلی شي".

ښاغلي غني تېرکال هم د پشتون ژغورنې غورځنګ د تاسیس پر مهال هم ټویټ کړی او د تروریزم پر وړاندې د دغه غورځنګ د هڅو ملاتړ کړی و، چې د اسلام اباد غبرګون یې راوپاروه.​

د پاکستان غبرګون

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د جمهور رئیس غني ټویټ ته د پاکستان په چارو کې څرګنده لاس وهنه ګڼلې ده.

ښاغلي قریشي په خپل ټویټر لیکلي "مونږ د جمهور رئیس محمد اشرف غني ټویټ ردوو. دا ډول غیر مسوولانه بیانونه په څرګند ډول یوه لاس وهنه ده. افغان مشرتابه دې ته اړتیا لري، چې د افغانانو د اوږدې مودې جدي خفګان ته خپله پاملرنه واړوي".

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی محسن داوړ د ښاغلي غني د ټویټ ننګه کړې ده. نوموړي لیکلي دي د دې په ځای چې د پاکستان دولت د ارمان لوڼي په وژلو خپل خپل جرم وویني، پر هغو خلکو نیوکې کوي چې موږ سره خواخوږي کوي.

په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر وړاندې د زور زیاتي په پيښو کې د دغه غورځنګ یو مهم غړی ارمان لوڼي تیره یکشنبه خپل ووژل شو. کورنۍ یې وايي چې د پولیسو شکنجه کړی و. خو پولیس وايي چې خپله مړی شوی دی.

د پي ټي ام مشر منظور پښتین د دغې پېښې د غندلو لپاره له خپلو پلویانو وغوښتل چې هر ځای کې احتجاجونه وکړي. په افغانستان کې هم د کابل په ګډون په یو شمیر ښارونو کې د ارمان لوڼي د وژل کیدو په غبرګون کې احتجاجي غونډې او لاریونه شوي او ددغه غورځنګ د غړو پر وړاندې د پولیسو کړنې غندل شوې وې.