غني: افغانستان او امریکا له اوږدمهال او لنډ مهاله ګواښونو سره مخ دي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وایي، افغانستان او د امریکا متحده ایالات له اوږدمهاله او لنډ مهاله کواښونو سره مخ دي.

ښاغلي غني تېره شپه د نومبر پر ۲۴مه د «لېندۍ پر۳مه په ارګ کې د امریکا د کانګریس او سنا ګډ پلاوي له غړو سره لیدنه کې ویلي، چې د یادو ګواښونو په وړاندې باید ګډه او دوامداره مبارزه وشي.

نن دوشنبه له ارګ څخه په خپره شوې اعلامیه کې د ښاغلي غني له قوله راغلي: "لا هم افغانستان، امریکا او زموږ متحدین له منځمهاله او اوږدمهاله ګواښونو سره مخ دي چې په ګډه باید ورسره دوامداره مبارزه وشي او په دې برخه کې له ناټو سره زموږ مشارکت ډېر مهم دی."

ښاغلي غني د افغانستان او امریکا مشارکت ستراتيژیک او دومداره بللی او په افغانستان کې د تروریزم په وړاندې د امریکايي سرتېرو قربانۍ ستایلي دي.

نوموړي همدارنګه ویلي، چې افغان امنیتي ځواکونو په تېرو پنځو کلونو کې د پام وړ پرمختګ کړی او په دغه موده کې له افغانستان څخه د سل زره امریکايي سرتېرو تر وتلو وروسته امنیتي تشه ډکه کړې ده.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د امریکا د کانګرس او سنا د ګډ پلاوي سره لیدنه همدارنګه ویلي، چې تلپاتې سولې ته د رسېدو لپاره باید بهیر د افغان حکومت په مالکیت او مشرۍ تر سره شي.

هغه ویلي:"موږ د هغې د تحقق لپاره د سولې اوه ماده یيزه طرحه ترتیب کړې چې په هغه کې عمده ګامونه د کورنۍ اجماع نویوالی، په کورنۍ کچه دوامداره مشورې، په سیمه ییزه، اسلامۍ نړۍ او بین المللي کچه خبرې شاملې دي."

د بیان له مخې امریکايي پلاوي هم د ترورریزم پر ضد ګډ ماموریت ګټور بللی او په افغانستان کې تلپاتې سوله د امریکا لومړیتوب بللی دی.

د امریکا د کانګرس او سنا ګډ پلاوي د وسله والو پر ضد د افغان امنیتي ځواکونو وروستي پرمختګونه ستایلي او په افغانستان کې د سولې او ثبات ټینګښت د امریکا د امنیت لپاره مهم بللی دی.

عبدالله عبدالله له امریکايي پلاوي سره لیدنه کي

دغه امریکايي پلاوي د افغان حکومت له اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره هم لیدنه د تروریزم پر وړاندې ګډې مبارزې، د سولې بهیر او د افغانستان پر ولسمشریز ټاکنو خبرې کړي دي.