اشرف غني: طالبان په سوله ییز ډول د روان ناورین د حل اراده نلري

ولسمشر غني د پېښې د څرنګوالي د ارزونې او د عاملینو د مجازاتو لارښوونه کړې.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني په هرات ښار کې د تیرې شپې موټر بم چاودنه د وسله والو طالبانو کار بللی او زیاته کړې ده چې یاده ډله د روان ناورین او جګړې د پای ته رسېدو اراده نه لري.

تیره شپه د هرات ښار په څوارلسمه امنیتي حوزه کې د فلانکوچ په واسطه موټر بم چاودنه کې د چارواکو په وینا ۹ کسان وژل شوي او ۵۴ نور ټپیان شوي دي.

نن شنبه مارچ ۱۳(کب ۲۳) له ارګ څخه د خپرې شوې اعلامیې له مخې ولسمشر غني د یاد برید د غندنې ترڅنګ ویلي چې دغه بریدونه وضعیت لا پېچلی کوي او په وینا یې د سولې لپاره رامنځته شوی فرصت ضایع کوي.

د ارګ په بیان کې د ولسمشر غني له قوله ویل شوي: "طالبانو د ولسونو پر ضد د خپلې نامشروع جګړې او تاوتریخوالي په دوام یو وار بیا وښوده چې نه یوازې په سوله ییز او اساسي ډول د روان ناورین د حل وړتیا او د جګړې د پایته رسولو اراده نه لري، بلکې وضعیت لا پېچلی او د سولې برابر شوی فرصت ضایع کوي."

د اعلامیې له مخې ولسمشر غني د پېښې د څرنګوالي د ارزونې او د عاملینو د مجازاتو لارښوونه کړې.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د هرات ښار په څوارلسمه امنیتي حوزه کې د تیرې شپې موټر برید کې د درې نارینه وو، درې ښځو، دوو ماشومانو او یوه پولیس په ګډون نهه تنه وژل شوي او د ۸ پولیسو په ګډون ۵۴ ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین ویلي چې د لومړنیو معلوماتو په اساس په دغه چاودنه کې دخلکو ۱۴ کورونه تخریب شوي او په وینا د رامنځته شوو مالي زیانونو په اړه څېړنې روانې دي.

د یادې موټر بم چاودنې مسؤلیت هیڅ یوې وسله والې ډلې نه دی منلی او طالبانو هم په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.