د غني خبرداری: د قدرت انحصار افغانستان کې وضعیت نور هم خرابوي 

د افغانستان مخکنی ولسمشر محمد اشرف غني

د افغانستان مخکني ولسمشر محمد اشرف غني نن یکشنبه اپریل لومړۍ (غوايي ۱۱) خبرداری ورکړ چې په افغانستان د قدرت او واک انحصار به حالت نور هم خراب کړي.

ښاغلي غني د خپل رسمي فیسبوک له لارې د اختر په مناسبت په یو غږیز پیغام کې، چې معلومه نه ده کله او چېرته ثبت شوی، وویل چې له روانو حالاتو څخه د وتلو یوازینۍ لار ملي اجماع او یوالی دی.

نوموړي وویل چې افغانستان د خپل تاریخ یوې بلې مهمې مرحلې ته داخل شوی. هغه د طالبانو د نوم له اخیستلو پرته وویل: «که د واک په انحصار باندې تاکید وي، وضعیت نور هم خرابېږي». هغه طالبانو ته په اشارې وویل چې په «زور په افغانان قانع کولای نشي... او باید له تاریخ څخه» عبرت واخلي.

ښاغلي غني په ټېنګار سره وویل چې اوسنی وضعیت له خطرونو ډک دی او« له اجماع پرته افغانستان له اوسني وضعیت څخه د وتلو بله لار نلري... ضرورت دی چې سره ټول افغانان په ملي اجماع باندې وغږېږو او د لارې یوې نقشې ته راشو چې د یو هوسا، اباد، ازاد او بېطرفه افغانستان موخو ته ورسېږو او ټول ملا وتړو چې ابادۍ او ژوند ته کار وکړو نه بربادۍ او مرګ ته».

طالبانو د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵ په کابل کې بیا واک ترلاسه کړ او اشرف غني له افغانستان څخه ووت. طالبان وايي په ټول افغانستان واکمن دي او هڅه کوي چې له سیمه ایزو او نړیوالو هېوادونو سره یې اړیکي عادي شي، خو تر دې دمه هېڅ یو هېواد په رسمیت پېژندلی نه دی.

د افغانستان مخکني ولسمشر بشري مرستو ته په اشارې وویل چې دا مرستې د افغانستان د ستونزو دایمي حل نه دی او باید افغانستان په خپلو پښو ودرېږي او له سرچېنو څخه یې ګټه واخیستل شي. هغه د افغانستان اوسنی وضعیت ډېر مایوسوونکی او خپه کوونکی وبلل.‌

نوموړي زیاته کړه چې ځینې سرویګانې ښکاره کوي چې ۵۰ سلنه افغانان غواړي وطن پرېږدي، خو ده په افغانانو غږ وکړ چې نا امیده نشي.

ښاغلي غني همدغه راز د افغان ماشومانو د تعلیم یادونه هم وکړه چې باید په کور، کلي، جومات او دیره کې ورته امکانات برابر شي او افغان ماشومان دا احساس پیدا کړي چې ځان او نړۍ ته خدمت او کار کولای شي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې تر شپږم ټولګي ورپوته د نجونو ښوونځي تړلي دي او د نړیوالې ټولنې له غوښتنې سره سره یې لا خلاص کړي نه دي.

ښاغلي غني په افغانستان کې وروستیو بریدونو او چاودنو ته په اشارې وویل که یو ځل بیا «انفجار او انتحار پیل شول» مخه نیول به یې ستونزمن وي.

هغه د نورو ولایتونو تر څنګ په ضمني ډول د خوست ولایت پېښه هم یاده کړه چې د پاکستاني الوتکو په بمبار کې په کې لسګونه ولسي خلک ووژل شول او ژوبل شول. د یو شمیر نورو چاودنو مسئولیت د داعش ډلې منلی دی.