غني پکتیا والو ته: پارلماني ټاکنو کې برخه واخلئ

ولسمشر غني پکتیا ته تللی و

د ولسمشر محمد اشرف غني او ورسره د ځينو نورو لوړ پوړو چارواکو لپاره په ګردېز کې د ۲۰۳ تندر قول اردو په قوماندانۍ کې غونډه جوړه شوه چې د پکتيا لسګونو ولسي خلکو په کې ګډون کړی دی.

پکتيا ته د ښاغلي غني د سفر هدف د يو شمېر سترو اقتصادي پروژو پرانستنه وه خو په ځینو نورو مسایلو هم وغږېده. ښاغلي غني راتلونکي پارلماني انتخابات ډېر مهم او برخليک ټاکونکي وبلل او له خلکو یې وغوښتل چې برخه په کې واخلي او د شفافيت لپاره يې کار وکړي.

هغه وويل ”په ۱۳۹۷ کال کې د ملي شورا او د ولسواليو د شوراګانو او په ۱۳۹۸ کې ولسمشريز انتخابات ترسره کيږي. ګډون مو په کې غواړم. په دې سره موږ بايد ثابته کړو چې خپل اساسي قانون ته ژمن يو‟.

ښاغلي غني په هېواد کې د سولې پر ټينګښت هم ټينګار وکړ. هغه وويل د دې لپاره چې پايداره سوله قايمه شي، د سولې د پروسې بڼه يې ولسي کړې، څو هر څوک په کې ونډه واخلي.

نوموړي زياته کړه ”سوله ولسي کړئ، دا وړانديز چې ما کړی هيله ده چې په تاريخ کې بې ساری وي. ولې وينه توئيږي، پس له دې نه هره وينه چې څوک توئيوي د خدای ج مخالفت کوي او دولس مخالفت کوي او له تاسو هر يو نه غواړم چې پر سوله ولسي فشار راوړئ‟.

د پراختیايي پروژو پرانیستل

نوموړي د سوېل ختيځو ولايتونو په ځانګړې توګه د پکتيا لپاره د بيارغونې د يو شمېر سترو اقتصادي پروژو پراستنه وکړه.

په دې پروژو کې د پکتيا د برېښنا د سب ستېشن پرانستنه، په رسمي توګه د ګردېز – زرمت سړک، صنعي پارک، د شهيدانو او معلولينو ښارګوټي او د پکتيا د امنيې قوماندانۍ د جوړولو چارې شاملې دي.

ده وويل ”د يو کيلو واټ قيمت له ۳۰ افغانيو نه ۶ افغانيو ته کمېږي. دا پنځه چنده کمېدل به موږ ته انشاالله پنځه چنده زيات د فعاليت زمينه راکړي. کورونو او دفترونو ته به برېښنا راشي. خو زما اصلي هيله دا ده چې صنعتي پکتيا وګورم، د جلغوزيو پروسس وګورم، د مڼو پروسس وګورم او دلته نورې فابريکې وګورم‟.

د پکتيا د برېښنا سب سټېشن د کابل د ارغندې د برېښنا له سټېشن سره نښلول شوی چې د اوس لپاره ۳۲ ميګاواټه برېښنا انتقالوي. دا به د لوګر، پکتیا او خوست ولايتونو ۴۰ زره کورنه روښانه کړي.

سوېل ختيځو ولايتونو ته د برېښنا د لېږد مالي لګښت د متحده ايالاتو د پوځ د انجنيرۍ ډله ورکوي، چې د کابل له ارغندې پيلېږي او بيا لوګر، پکتيا او خوست ته رسېږي.

چارواکي وايي دغه پروژه به د لوګر، پکتیا او خوست ولايتونو ۴۰ زره کورنه روښانه کړي.

د مسوولينو په وينا ياده پروژه څلور سب سټېشن لري، چې يو يې په لوګر، دويم په ګردېز، دريم د پکتيا په وزې ځدراڼ ولسوالۍ او څلورم هغه يې په خوست کې جوړېږي.

په ټوليز ډول د دې پروژې اوږدوالی ۲۰۱ کيلومتره دی او د تېر ۱۳۹۴ کال د ميزان په مياشت کې يې کار پيل شوی خو ټاکل شوې چې سږ ۲۰۱۸ ميلادي کال تر اخره يې کارونه تر خوست پورې بشپړ شي.

ښاغلي غني د لويې پکتيا د جلغوزيو د پروسس کارخانې د جوړېدو او نورې نړۍ ته د افغانستان د په نوم د صادرولو خبر هم ورکړ.لويه پکتيا هرکال شاوخوا ۴۰۰۰ ټنه جلغوزي په کمه بيه پاکستان ته صادروي.

ښاغلي غني وويل: ”تر اوسه مې پنځه جلسې نيولې دي، اخري جلسه مې د پکتيا، خوست او پکتيکا له واليانو سره وه. د لويې پکتيا جلغوزي به د افغانستان د جلغوزيو په نوم په ټوله نړۍ کې مشهورېږي. انشاالله دا زمينه به برابريږي او مخته به ځو‟.

په همدې حال کې ولسمشر محمد اشرف غني په پکتيا کې د يو شمېر تاريخي ابدو د بيارغولو ژمنه هم وکړه. هغه وويل، د ميرزکې خزانه او د ګردېز بالاحصار چې زرګونه کاله لرغونتوب لري، د پکتيا د تمدن نښه بلل کېږي.

له جمهور رئيس محمداشرف غني سره په دې سفر کې د ملي دفاع، کورنيو چارو، د کليو پراختيا او بيارغونې، د اوبو او انرژۍ او ښارجوړولو وزيرانو هم ملګرتيا کوله. دوی له قومي مشرانو، د ولايتي شورا غړو، مدني فعالانو او ځوانانو سره جلا جلا ناستې هم وکړې.