د لاس رسي وړ اتصالات

اسلامي حزب د ټاکنو شفافیت لپاره د ټاکنو کمیسیون ته طرح وسپارله


ښاغلي حکمتیار ټینګار وکړ، چې راتلونکې ټاکنې باید د اوسني کمیسیون له خوا ترسره شي.
ښاغلي حکمتیار ټینګار وکړ، چې راتلونکې ټاکنې باید د اوسني کمیسیون له خوا ترسره شي.

د افغانستان اسلامي حزب د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو په اړه خپله جوړه شوې طرح د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته وسپارله.

د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار د شنبې په ورځ (نومبر ۴) د ټاکنو کمیسیون چارواکو ته په یو ګډ خبري کنفرانس کې د یادې طرحې د سپارلوپر مهال وویل، د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو په ټاکنو کې د درغلیو د مخنیوی او د ټاکنو د شفافیت تضمین لپاره، چې نتایج یې ټولو ته د منلو وړ وي، باید سیاسي ګوندونو ته د ټاکنو په ټول بهیر کې "له پیل تر پایه" د بشپړې او دقیقې څارنې حق ورکړل شي.

ښاغلي حکمتیار وویل "په هره انتخاباتي حوزه کې دې د دوی (سیاسي ګوندونو) ناظر استازي موجود وي، د واجد شرایط رأی ورکونکو د فهرستونو په اړه باید د دوی توافق تر لاسه شي، رأیې دې د دوی په حضور کې وشمیرل شي، نتایج دې د دوی په لاسلیک شویو پاڼو کې مرکز ته انتقال شي".

د اسلامي حزب مشر ټینګار وکړ، چې په ناامنو سیمو کې د رأیې ورکولو پر شرایطو برابر کسان او مهاجرین باید د رأیې ورکولو له حق څخه محروم نه شي او په ټاکنو کې د ګډون لپاره ورته اسانتیاوې برابرې شي.

د اسلامي حزب د طرحې پر بنسټ، د ولسي جرګې او د ولسوالیو شوراګانو په ټاکنو کې باید سیاسي ګوندونه د خپلو نوماندانو په لیست کې ښځینه نوماندانو ته هم ځای ورکړي.

د اسلامي حزب د طرحې پر بنسټ، د ولسي جرګې او د ولسوالیو شوراګانو په ټاکنو کې باید سیاسي ګوندونه د خپلو نوماندانو په لیست کې ښځینه نوماندو ته هم ځای ورکړي.

ښاغلي حکمتیار وویل، ځینې کسان او ډلې د ټاکنو د کمیسیون په اړه له حکومت څخه د "نا معقولو غوښتنو" له لارې هڅه کوي، چې راتلونکې ټاکنې وځنډوي.

هغه ټینګار وکړ، چې د ملي یووالی حکومت او د ټاکنو خپلواک کمیسیون لپاره بل مناسب بدیل نشته، چې د ټولو لپاره د منلو وړ وي او ټاکنې باید په خپل وخت او د اوسني حکومت او کمیسیون په حضور کې ترسره شي.

ښاغلي حکمتیار وویل "دغه کمیسیون له ډیرو لانجو وروسته رامنځ ته شوی او ښه ډیر وخت یې نیولی، هر تغیر له دې پرته چې انتخابات وځنډیږي بله نتیجه نه لري، شاید ځینې عمداً او قصداً او په دې موخه په حکومت او کمیسیون کې د تغیر غوښتنه کوي، چې غواړي انتخابات وځنډوي، ځینې متاسفانه له انتخاباتو ویریږي، په خپل ولس او ملت باندې باور او اعتماد نه لري، ګومان کوي چې د ولس له حمایته محروم شوي دي او په انتخاباتو کې به هغوی ته رأیه نه ورکوي".

په همدې حال کې د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون رئيس نجیب‌الله احمدزي، پر نورو سیاسي ګوندونو او له ټاکنو څخه د څار پر بنسټونو غږ وکړ، چې په شفافه او عادلانه توګه د ټاکنو د ترسره کولو لپاره، خپلې طرحې په لیکلې بڼه د ټاکنو له کمیسیون سره شریکې کړي.

ښاغلي احمدزي ټینګار وکړ، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون به په برې‌پرې توګه او ټاکلي وخت د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو ترسره کړي.

ټاکل شوې چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې د ۱۳۹۷ کال د سرطان میاشتې په ۱۶مه نیټه ترسره شي.

XS
SM
MD
LG