د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وايي د سولې او اوربند له پرلپسې او نړیوالو غوښتنو سره سره بیا هم طالبانو له جګړې لاس نه دی اخیستی.
ښاغلي غني د جمعې په ورځ مۍ۸ (غويي۱۹) د خوست د امنیې قومندان سید احمد بابازي وژل کېدل په سختو ټکو وغندل.
هغه د سړک غاړې ماین په یوې چاودنې کې له خپل سکرتر او یو بل پولیس سره یو ځای ووژل شو. طالبانو د دغه برید مسولیت اخیستی دی.
د ارګ اعلامیه د ولسمشر غني له قوله لیکلي دي:"هیوادوالو او نړیوالې ټولنې کرونا ویروس سره د موثرې مبارزې او تلپاتې سولې د تامین په موخه بار بار طالبانو ته د بشري اوربند منلو وړاندیز وکړ، خو له بده مرغه طالبانو لا هم له جګړې او د افغانانو له وژلو لاس نه دی اخیستی، هیله ده چې بشري اوربند ومني."
د خوست له دغې پېښې وروسته د خوست والي حلیم فدايي په خپل ټویټر کې ولیکل چې د طالبانو د ماتولو یوازینۍ لار د هغوی سره جدي او بالمثل عمل کول دي.
اوس خو ۵۰۰۰ بندیان دې چې ټول هم ورخوشي کړو؛ نه به طالب اورکم وکړي،نه اوربند،نه سوله او نه له افغان حکومت سره خبرې؛ځکه ددوی کیلي په GHQکې ده. یوازینۍ حل لار قاطع بالمثل عمل کول دی. مرکزي حکومت او دفاعي او امنیتي ځواکونه دې نور د سولې په تمه طالب ته د پړسېدو او لویېدو فرصت نه ورکوي
— Halim Fidai (@GovFidai) May 8, 2020
طالبانو تر دې مخکې په هلمند کې د پوځ په یو مرکز د ځانمرګي برید مسولیت هم واخیست. څو ورځې مخکې د افغانستان د امنیت شورا وویل چې طالبانو په دې وروستیو کې شاوخوا ۲۸۰۰ بریدونه کړي او سلګونه ولسي خلک یې وژلي او ژوبل کړي دي. په دغو بریدونو کې شاوخوا ۱۰۰ افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه هم وژل شوي دي.
وايي طالبانو یوازې د روژې په لومړۍ اونۍ کې په ۱۷ ولایتونو کې ۱۷ ولسي خلک وژلي او ۴۹ نور یې ژوبل کړي دي.
په همدې حال کې د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په دوحه کې له طالبانو سره په خبرو کې د تاوتریخوالي په کمولو خبرې کړي دي.
بیګاه شپه په دوحه کې له ملا برادر او د هغه له ټیم سره اوږده غونډه. موږ پر یو لړ موضوعاتو پرمختګ وغوښت: اورکم، د بشري چارو لپاره اوربند هماغسې چې نړیوالې ټولنې یې غوښتنه کړې تر څو په افغانستان کې د COVID-19 وبا د اداره کولو لپاره غوره همکاري وشي...
— U.S. Special Representative Zalmay Khalilzad (@US4AfghanPeace) May 7, 2020
څو ورځې مخکې د امریکا د دفاع وزیر مارک اسپر وویل چې طالبان په افغانستان کې د تاوتریخوالي په کمولو کې پاتې راغلي دي. هغه وویل طالبانو له تړون وروسته په بهرنیو ځواکونو بریدونه نه دي کړي خو په افغان ځواکونو یې بریدونه زیات کړي دي.
تمه وه چې د فبروري په میاشت کې له طالبانو سره د امریکا له تړون وروسته په افغانستان کې تاوتریخوالی کم شي او بین الافغاني مذاکرت پیل شي چې افغانستان کې دایمي سولې ته لار پرانیستل شي.
خو افغان چارواکي وايي له دغه تړون وروسته د طالبانو بریدونه زیات شوي او افغانان د سولې په اړه بې باوره شوي دي.