د ملګروملتونو امنیت شورا د ملکي فلسطینیانو په وژنه بیړنۍ غونډه کوي

په غزه کې صحي مسؤلان وایي،۵۸ فلسطینیان وژل شوي او ۲۷۰۰ زخمیان دي

په داسی وضعیت کې چې امریکا او اسرایل د تل ابیب نه بیت المقدس ته د امریکا د سفارت انتقال د سولې د تامین په نوم لمانځي، اسرایلي ځواکونو په غزه کې په مظاهره کوونکو حمله کړې لږترلږه پنځوس فلسطیني مظاهره کوونکي يي وژلي او په سلګونو نور يي زخیمان کړل.

د دوشنبې په ورځ(می۱۴) په بیت المقدس کې د امریکا د سفارت پرانستلو سره په سیمه او د نړۍ په نورو برخو کې مظاهرې وشوې او د بشري حقونو سازمان په غزه کې د وژنو د پلټنو غوښتنه کړې.

په بیت المقدس کې د امریکا سفارت په دوشنبې (می۱۴) پرانستل شو

د دوشنبې ورځې راهیسې د اسرایلو په لویدیځه غاړه او د غزې په څڼډو کې د تاوتریخوالي ډکې مظاهرې پیلې شوي او اسرایلي عسکرو پری د اوښکي بهونکي ګاز په شمول حتی ‌ډزې کړي دي.

په غزه کې صحي مسؤلان وایي د پرون راهیسې تراوسه پدې مظاهرو کې نژدې شپیته (۵۸) فلسطینیان وژل شوي او څه کم دری زره(۲٫۷۰۰) زخمیان شوي دي.

د ملګروملتونو امنیت شورا نن سه شنبې(می۱۵) په غزه کې د اسرایلي نظامیانو لخوا د ملکي خلکو د وژنې په اړه بیړنۍ غونډه رابللې ده. د فرانسې، بریتانیې او د امریکا اکثریت ځواکمنو متحدینو، بیت المقدس ته د امریکا د سفارت په انتقال لدې امله سخت انتقادونه کړي چې وایي په سیمه کې د بی ثباتۍ سبب کیږي.

مظاهرې څه وخت پیلې شوې؟

په غزه کې فلسطینیانو د څو میاشتو راهیسې د هغو مهاجرینو د بیرته ستنیدنې د حقونو دپاره لاریونونه کول چې د اسرایل د جوړیدو راهیسې تر ننه په زور د خپلو سیمو نه وتلو ته مجبور کړل شوي وو. خو د دوشنبې په ورځ په بیت المقدس کې د امریکا د سفارت پرانستنه د اسرایل د خپلواکۍ د اویایمې کالیزې په ورځ وشوه داسی ورځ چې فلسطینیان د خپلې خاورې د لاسه ورکولو په غم کې وو او همدا د مظاهرو د قهر سبب شو.

اسرایلیان وایي دوئ باید د غزې او اسرایل ترمنځ سرحد ماتیدو مخه نیولی وی. او سپینه ماڼۍ د وژنو ټوله پړه په غزه کې د حماس ډلې په مشرانو اچوي. د سپینې ماڼۍ مطبوعاتي معاون راج شاه رسنیو ته وویل د حماس ډله عمدآ او په لوی لاس ددی عمل تحریکوونکې ده، خو اسرایل د خپلې دفاع حق لري.

اکثره فلسطیني مظاهره کوونکي د اسرایلو په ډزو کې وژل شوي

خو ځنی امریکایان پوښتنه کوي چې یو منازعه یي ښار ته د امریکا د سفارت انتقال ته څه اړتیا وه؟

امریکايي منتقدین وایي بیت المقدس مطلق ویشل شوی ښار دی او اشغال ځپلی، ترڅنګ يي هلته ۳۷۰ زره فلسطینیان اوسیږي خو د اسرایلي ګاونډیانو په پرتلې د لمړنیو مدني حقونو څخه محروم دي.

بریتانیه او فرانسه هم د یوشمیر هغو منتقدینو په جمله کې دي چې وایي امریکا د نړیوالو او ملګروملتونو د امنیت شورا د پریکړو سرغړونه کړې. د ملګروملتونو د عمومي منشي د ویاند معاون فرحان حق د سه شنبې(می۱۵) وویل عمومي منشي پدې باور دی چې د بیت القمدس برخه لیک باید د ټولو اړخونو د موافقې په نتیجه کې معلوم شي.

په ژنیو کې د ملګروملتونو د بشري حقونو ادارې هم په غزه کې په مظاهره کوونکو ډزې کول وغندل. د ملګروملتونو د بشري حقونو د کمشنر ویاندې روینا شامداساني امریکاغږ ته وویل د بشري حقونو رئیس د نړیوالې ټولنې نه غوښتنه کوي چې د بشري حقونو دغو قربانیانو ته د عدالت غوښتنه وشي.

د امریکا او ناټو متحد ترکیه هم امریکا ملامتوي چې د سیمې بی ثباتي یی زیاته کړې. د ترکیې صدراعظم بنالي یلدیریم مطبوعاتوسره په خبرو کې وویل امریکا ځان د سیمې او نړۍ د امن کولو منځګړی ګڼي، خو پدې ډله ایزه وژنه کې خپله دخیله ده او دا کار هیڅ د منلو ندی.

او د روسیې د بهرنیوچارو وزیر د اسرایلیانو او فلسطینیانو ترمنځ د مذاکرو د پیل کیدو غوښتنه وکړه. سرګي لاوروف وایي روسیې په وار وار د داسی خبرو د کوربتوب دپاره پیشنهادونه کړي دي او یوځل بیا د داسی منځګړتوب وړاندیز کوي.

ولی د امریکا نوی سفارت – پوره په اسرایلو کې ندی؟

په بیت المقدس کې د امریکا د سفارت اوسنۍ ودانۍ په ۲۰۱۰ کې اخستل شوې

د اسرایلو دپاره د امریکا نوی سفارت په بیت المقدس کې د امریکا په هغه قونسلګري کې ځای پرځای شو چې په ۲۰۱۰د کې جوړه شوې. د دی قونسلګرۍ یوه برخه په داسی ساحه کې موقعیت لري چې واشنګټن يي د اسرایلو د خاورې په نوم په رسمیت نه پيژني. خو د امریکا خارجه وزارت پدې اړه وایي چې د سفارت یوه برخه یي د بیت المقدس په لویدیځه څڼډه کې ده.

فلسطینیان د بیت المقدس په ختیځ د خپل خپلواک هیواد د پایتخت په نوم دعوا لري

دا هغه څڼډه ده چې ملګري ملتونه يي د اسرایل د ملکیت په نوم په رسمیت پیژني – خو پاتې ساحه بیا (صفري نقطه) ده چې د ۱۹۴۹ کال د اپریل په دریوشتمه د اسرایلیانو او اردنیانو د اوربند موافقې له مخې سرحد کې واقع او د هیڅچا د استوګنی ځای په نوم ثبت شوی. همدغه ساحه د ۱۹۴۹ کال د ژنیو د کنوانسیون د څلورمې پریکړې پراساس په ۱۹۰۷ د هاګ کنوانسیون کې د ملګروملتونو لخوا د اشغال شوی سیمې په نوم ثبت شوه. فلسطینیان د بیت المقدس په ختیځ د خپل خپلواک هیواد د پایتخت په نوم دعوا لري چې اسرایلیانو په ۱۹۶۷ کال کې د عرب اسرایلو په جګړه کې د اردنیانو نه ونیوله.