'د سولې خبرو کې باید د انجونو د زده کړو پر حق معامله ونشي'

دوی وایي، ښوونځي باید د پوځي او سیاسي اهدافو لپاره ونه کارول شي.

له «باکیفیته زده کړو څخه د ملاتړ» مدني بنسټ وايي د سولې خبرو کې باید د انجونو د زده کړو پر حق معامله ونشي.

یاد بنسټ ویلي که څه هم د سولې روانو خبرو ته خوشبین دي، خو زیاتوي چې سولې ته د رسېدو بهیر کې باید د ښوونې او روزنې برخه کې د تېرو کلونو لاسته راوړنې له لاسه ورنه کړل شي.

نن یکشنبه سپټمبر۲۰ (وږې۳۰) له باکیفیته زده کړو څخه د ملاتړ بنسټ په اعلامیه کې راغلي: "د سولې په خبرو اترو کې د انجونو او مېرمنو د زده‌کړو مسئله سره کرښه ده، باید معامله پرې ونه ‌شي او زده‌کړه کول باید د هغوی د اساسي او انساني حقوقو په توګه تعریف شي."

دوی همدارنګه ویلي چې د خبرو اترو پر مهال باید ښوونځي او مدرسې خوندي وي او د ښکېلو اړخونو لخوا ورڅخه د پوځي او سیاسي موخو لپاره استفاده ونشي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې د انجونو زده کړې باید د افغانستان د اسلامي جمهوریت له لومړیتوبونو څخه وي او هم باید د پوهنې وزارت کلنۍ بودیجه ۱۵سلنه زیاته کړل شي.

په افغانستان کې د روانې ۴۰ کلنې جګړې د پای ته رسولو په هدف تېره شنبه په دوحه کې بین الافغاني مذاکرات پيل شول.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو مذاکراتي ټېمونو درې ځله خپلو کې عمومې غونډې کړي دي.

افغان حکومت تر دې مخکې ویلي وو چې د سولې خبرو کې د تیرو کلونو لاسته راوړنې، جمهوري نظام، بشري حقونه، د انجونو تعلیم او د اقلیتونو د حقوقو څخه دفاع به یې د سولې خبرو کې له لومړیتوبونو څخه وي.