د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند وايي، افغان حکومت یو شمېر طالب بندیان ازاد کړي چې په وینا یې د زندانیانو د تبادلې کاري او تخنیکي بهیر لا هم دوام لري.
صدیق صدیقي نن چهارشنبه سیپټمبر ۲ (وږې ۱۲) پر خپل ټوېټر لیکلي چې افغان حکومت د سولې بهیر کې پر خپلو ژمنو عمل کوي او زیاتوي چې د حکومت ژمنې د مشورتي لویې جرګې د پرېکړو په اساس کیږي.
نوموړي زیاته کړې چې د بندیانو د تبادلې پروسه دوه اړخیزه ده:
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د طالبانو یو شمېر پاتې بندیان خوشې کړي او د بندیانو د تبادلې کاري او تخنیکي پروسه لا هم دوام لري. د تبادلې پروسه دوه اړخیزه ده او حکومت د بندیانو د تبادلې په هره مرحله کې د پروسې په اړه خپل نظارت او ارزونه لري.
— Sediq Sediqqi (@SediqSediqqi) September 2, 2020
صدیق صدیقي نه ده په ډاګه کړې چې د وسله والو طالبانو د ۳۲۰ بندیانو له ډلې افغان حکومت تر اوسه څومره ازاد کړي دي.
هغه ویلي حکومت تمه لري چې طالبان هم د افغان حکومت د بندیانو ازادولو په اړه خپلې ژمنې پوره کړي: "موږ منتظر یو چه طالبان د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د اسیرانو د خوشې کولو په اړه خپلې ژمنې بشپړې کړي."
دا په داسې حال کې ده چې د کندهار ولایت چارواکو وړمه شپه د دغه ولایت له زندان څخه د پاتې ۳۲۰ طالب بندیانو له ډلې د ۸ تنو د ازادېدو خبر ورکړی دی.
بلخوا په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو چارواکو نن امریکا غږ ته وویل چې وسله والو طالبانو په دغه ولایت کې د افغان کمانډو څلور سرتیري ازاد کړي دي.
ویل کیږي چې دغه کمانډو سرتیري طالبانو د کندهار په شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې قومي مشرانو ته سپارلي او هغوی په کندهار کې حکومتي چارواکو ته تسلیم کړي دي.
یوې بلې سرچینې بیا امریکا غږ ته ویلي چې ټاکل شوې نن دوه تنه نور افغان کمانډو سرتیري هم په دغه ولایت کې د وسله والو طالبانو لخوا ازاد شي.
پر همدې مهال د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ملي مصالحې عالي شورا ویاند فریدون خوځون نن چهارشنبه سپټمبر ۲(وږې۱۲) پر خپل ټویټر لیکلي چې دبین الافغاني مذاکراتو پیلېدو لپاره ټول خنډونه لیرې شوي دي.
د بین الافغاني مذاکراتو لپاره ټول خنډونه لرې شوي دي. د بندیانو د تبادلې بهیر به ژر پای ته ورسېږي اوبین الافغاني مذاکرات به پیل شي.مذاکره کوونکی پلاوي، دوحې ته د سفر بشپړ چمتووالی نیولی دی.
د بین الافغاني مذاکراتو لپاره ټول خنډونه لرې شوي دي. د بندیانو د تبادلې بهیر به ژر پای ته ورسېږي اوبین الافغاني مذاکرات به پیل شي.مذاکره کوونکی پلاوي، دوحې ته د سفر بشپړ چمتووالی نیولی دی.
— Faraidoon Khwazoon (@Khwazoon) September 2, 2020
نوموړي زیاته کړې چې د بندیانو د تبادلې بهیر به ژر پای ته ورسېږي اوبین الافغاني مذاکرات به پیل شي.
وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.