د لاس رسي وړ اتصالات

د پاتې ۳۲۰ طالب بندیانو ازادولو په اړه د افغان حکومت نوی شرط


عکس ارشیف ازاد شوي طالب بندیان
عکس ارشیف ازاد شوي طالب بندیان

د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، وسله وال طالبان باید د خپلو پاتې ۳۲۰ بندیانو خلاصولو لپاره د افغان حکومت کمانډو سرتیري ازاد کړي.

د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل شنبې په ورځ اګست۲۹مه(وږې۸مه) پر خپل ټوېټر لیکلي چې د افغان حکومت په پلان کې هیڅ تغیر نه دی راغلی.

ښاغلي فیصل زیاته کړې مخکې له دې چې د افغان حکومت لخوا ۳۲۰ طالب بندیان ازاد شي طالبان باید بندي افغان کمانډویان ازاد کړي.

هغه زیاته کړې:"په پلان کې هیڅ تغیر نه دی راغلی،طالبان باید زموږ کمانډویان ازاد کړي، مخکې له دې چې افغان حکومت د طالبانو ۳۲۰ بندیان ازاد کړي،دا اوس په طالبانو پوري اړه لري چې اقدام وکړي چې ترڅو د سولې له بهیر سره مرسته وکړي او د تمې نتیجه تر لاسه شي."

ښاغلي فیصل نه دي ویلي چې په څومره شمېر افغان کمانډو له وسله والو طالبانو سره بندیان دي.

د ملي امنیت شورا پر داسې مهال د پاتې ۳۲۰ طالب بندیانو د ازادولو په وړاندې دغه نوی شرط رامخته کوي چې د افغان حکومت لخوا د سولې مشورتي لویې جرګې د یادو بندیانو د ازادولو پرېکړه وکړه.

۴۰۰ طالب بندیان چې د افغان حکومت په وینا په حق البعدي مسائلو تورن دي، ولسمشر غني د مشورتي لویې جرګې تر پرېکړې وروسته د هغوی د ازادولو فرمان لاسلیک کړ.

د ولسمشر غني د فرمان تر لاسلیک وروسته افغان حکومت د یادو ۴۰۰ طالب بندیانو له ډلې د ۸۰ تنو د ازادولو خبر ورکړ.

خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست تیره اونۍ د امریکا د سولې انستیتوت په یوې انلاین غونډه کې د وینا پر مهال ویلي چې تر راتلونکې اوونۍ پورې به پاتې طالب بندیان هم آزاد شي او د هغه په وینا له دې کسانو سره به په مجموع کې د آزادو شویو طالب بندیانو شمیر ۵۶۰۰ کسانو ته ورسیږي.

طالبانو تر دا مهاله په دې اړه تبصره نه ده کړې.

XS
SM
MD
LG