د متحده ایالاتو مخکښ جمهوري غوښتنونکی سناتور لیندسي ګراهام او د الاباما جمهوري غوښتونکي سناتورې کیټي بریټ د پنجشنبې په ورځ، اپریل ۴ (وري ۱۶مه) په یو لېک کې د امریکا د سنا په مجلس کې د اکثریت دموکرات ګوند مشر چک شومر او د سنا د جمهوري غوښتونکي ګوند مشر میچ مک کانل څخه غوښتې، چې د داعش خراسان د څانګې په ګډون، د سخت دریځو اسلامي تروریستي ډلو د مخ په زیاتیدونکي ګواښونو په اړه یو محرمه غونډه جوړه کړي.
سناتورانو پدغه لیک کې لیکلي: "لکه څنګه چې یو شمېر کارپوهانو خبرداری ورکړی، له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتلو، نوي ګواښونه رامنځ ته کړي او دغه هېواد یې یو ځل بیا د ترهګرو ډلو په خوندي پټنځای او عملیاتي مرکز بدل کړی دی. زموږ ولس د دې ګواښونو په وړاندې بې تفاوته نشي پاته کېدلای...."
په لیک د داعش خراسان ډلې وروستیو بریدونو او په ځانګړې توګه د روان کال په جنورۍ میاشت کې په ایران کې ځانمرګی برید او په مارچ میاشتې کې په مسکو کې د موسیقۍ د یو تالار دننه وسله وال برید ته اشاره شوې ده.
په مسکو کې د مارچ په ۲۲مه نېټه د موسیقۍ تالار دننه په یو وسله وال برید کې ۱۴۳ کسان ووژل شول او تر ۱۸۰ ډېر ټپیان شول. ددغه برید مسؤلیت د داعش ډلې پر غاړه اخیستې دی.
داعش ډلې د ایران په کرمان کې د جنورۍ د دریمې مرګونې چاودنو مسولیت چې شاوخوا ۱۰۰ کسان پکې وژل شوي وو، او د ۱۹۷۹ کال د اسلامي انقلاب څخه وروسته په دغه هېواد کې تر ټولو خونړی برید و، هم منلی و.
د متحده ایالاتو د استخباراتو د معلوماتو په اساس په ایران او روسیې کې دواړه ترهګریز بریدونه د داعش ډلې د خراسان څانګې کړي دي.
ددې برسېره د سناتورانو په دغه لیک کې، په جرمني او هالنډ کې هم د ملکي وګړو په وړاندې د داعش خراسان د پلان شوي بریدونه شنډیدو ته اشاره شوې ده. همدارنګه دغو سناتورانو ویلي دي چې دا ښکاره ده چې د نړۍ په لر او بر کې او په تیره بیا په متحده ایالتونو د داعش خراسان د بریدونو ګواښ د پام وړ دي.
تر دې مخکې، د ملګرو ملتونو یو بل راپور کې چې د ۲۰۲۳ کال د جون په میاشت کې خپور شوی و پکې راغلي و چې داعش – خراسان څانګه د ۴۰۰۰ او ۶۰۰۰ په شاوخوا کې غړي او کورنۍ لري چې افغانان، د آذربایجان، ایران، روسیې، ترکیې او مرکزي اسیا هیوادونو اتباع پکې شامل دي. په راپور کې ویل شوي چې لږ شمیر غړي یې هغه عربان هم دي چې د سوریې څخه افغانستان ته تللي دي.
ګراهام او بریټ په لیک کې ویلي: "د ۲۰۲۱ کال د جولای په اتمه، له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو له وتلو مخکې، د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلي وو، چې امریکا له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره له لرې واټنه د مبارزې پلان جوړولو طرحه جوړوي، څو له موږ سره نه یوازې د امریکا پر وړاندې هر ډول مستقیم ګواښ په له منځه وړلو کې مرسته وکړي، بلکې د اړتیا په صورت کې په چټک او غوڅه توګه د عمل ځواک هم راکړي."
خو دغو سناتورانو د دې طرحې اغېزمنتیا ننګولې او ویلي یې دي چې "موږ ته څرګنده ده چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو له بشپړ وتلو وروسته زموږ د هېواد پر وړاندې ګواښونه لا زیات شوي دي."
جمهوري غوښتونکو قانون جوړونکي او سناتورانو تل له افغانستان څخه د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو د وتلو له امله د بایډن پر حکومت نیوکې کړي دي. خو ډموکرات قانون جوړونکي ټینګار کوي چې د افغانستان د وتلو بهیر یوازې د بېلابېلو حکومتونو د پرېکړو له نظره څیړل کیدلای شي.
د امریکا ولسمشر جوبایډن تل له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو د ګډوډ بهیر په اړه نیوکې رد کړي او دغه ماموریت یې د امریکا په تاریخ کې بې ساری بللی دی.
بایډن تل استدلال کړی چې که هغه د دوحې تړون چې د متحده ایالاتو له پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه ورته په میراث پاتې شوی، ژمن پاته شوی نه وای، نو امریکایي ځواکونه به په افغانستان کې په یوه بله اوږده جګړه کې ښکیل شوي وای.
سناتور لیندسي ګراهام او د الاباما جمهوري غوښتونکي سناتورې کیټي بریټ په خپل لیک کې د سنا مجلس له مشرتابه څخه غوښتي چې په کور دننه او بهر کې د امریکایي اهدافو په وړاندې د اسلامپاله سخت دريځو ترهګرو ډلو د مخ په زیاتیدونکي ګواښونو، له لرې واټنه د عملیاتي وړتیا او د افغانستان لپاره د بایډن د ادارې تګلارې په اړه محرمه غونډه د روان کال د اپریل میاشتې له اتلسمې نیټې څخه مخکې جوړه کړي.